ډاکټر عبدالله: د ټاکنو کمیسیون غیرقانوني پریکړې هیڅکله نه منو

عزم(یکشنبه، لړم ۱۹ ،۱۳۹۸)د ولسمشریزو ټاکنو مخکش نوماند او د ګډحکومت اجرایه رئیس ډاکټرعبدالله نن د لویې جرګې په خیمه کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال د ټاکنو کمیسیون لخوا د څه باندې ۸ زرو محلونو د بیاشمیرنې بهیر په تړاو خپل دریځ څرګند او د دغه بهیر د توقف غوښتنه یې وکړه.

نوموړي وویل،د ټاکنو کمیسیون په فرمایشي توګه چارې مخته وړي او تر هغو چې د تکراري، بې بایومتریکه او تر وخت وروسته، مخته کارول شویو ۳۰۰ زره رایو برخلیک نه وي مالوم شوی، دوی دا بهیر په رسمیت نه مني.
عبدالله زیاته کړه، دوی د انتخاباتي بحران د رامنځته کیدو په هڅه کې نه دي او په وینا یې چې که دا ډول یو بحران منځته راته، مسؤلیت به یې د دولت جوړونکي ټیم پر غاړه وي.
نوموړي دغه راز وویل چې ، دا ځل هیڅ ډول معاملې ته غاړه نه ایږدي،ځکه په وینایې په ۲۰۱۴ کال کې یې د مصلحت لپاره د ملي یوالي حکومت ته غاړه کېښوده ، خو خلکو یې درنه بیه پرې کړه..

بلخوا سرچینو ویلي چې د عبدالله ټیم د زیات شمیر بایومتریک شویو رایو د درلودلو له امله مخکښ دی، خو پر وړاندې یې د دولت جوړونکي ټیم رایې خورا کمې دي چې له امله یې دا ټیم هڅه کوي له مختلفو لارو د همپالنې ټیم راوپرزوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close