هرات: په تېرو اتو میاشتو کې ۲۰فابریکو په کار پیل کړی

عزم (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د هرات د صنایعو او کانونو خونې چارواکي وايي، په روان کال کې د هرات په صنعتي پاک کې ۲۰فابریکو په کار پیل کړی او د اړتیا وړ ډېر توکي دلته تولیدېږي.

د هرات د صنایعو خونې مشر حمدالله خادم وايي، د روان کال له پیله تر دې مهاله نږدې ۲۰فابریکو په کار پیل کړی او اوس تولیدات هم لري.

دی وايي، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ۳۰۰فابریکې فعالې دي، چې خوراکي، ودانیز توکي، لبنیات او د مرمرو ډبرې تولیدوي.

د خادم په خبره، په دغو فابریکو کې ۵۰میلیونه ډالر پانګونه شوې ده او زرګونه کسانو ته یې کارونه هم پیداکړي دي.

«هغه برخې چې موږ په هغوی کې پراختیا پيدا کړې، کولای شو ووایوو چې کابو ځان بساینې ته رسېدلي یوو، ډېری فابریکې دي چې د خوراکي توکو په برخه کې فعالیت لري.ِ»

د هرات د صنعتي ښارګوټي پانګه‌وال وايي، که حکومت ورته اسانتیاوې برابرې کړي، نو ډېر پانګه‌وال به خپلې پانګې دلته ولګوي.
دوی د برېښنا کموالی، په ګمرکونو کې اداري فساد، ناامني، ګواښونه او تښونې جدي ستونزې یادوي، چې له ځايي چارواکو یې د حل غوښتنه هم کوي.

د پانګه‌والو په خبره، که د برېښنا ستونزه یې حل شي، کېدای شي ۲۰نورې فابریکې هم په کار پیل وکړي.

اوس‌مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ډېرې فابریکې فعاله دي، چې د اړتیا وړ ډېر توکي پکې هم تولیدېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که حکومت پانګه‌والو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي، نو ډېری پانګه‌وال به وهڅېږي، چې دلته خپلې پانګې ولګوي او فابریکې پرې جوړې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close