دهغه چا میلادمبارک چي بشریت ته یې دتوحید څراغ بل کړ:

لیکوال:سیدسعید(اغاجان)
د انساني نړۍ د هوساينې، پرمختګ،ټولنيز عدالت پلي کېدو او په ټول کې د بشري ارزښتونو د ستر لارښود د نبوت او رسالت د ودانى تکمېلوونکي او رحمت اللعالمين، ددواړو جهان سردار
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مبارک میلاد دي چې په غوڅ کې يې نړۍ ته ستره نيکمرغي هم له ځان سره راوړه؛ ټول بشريت او خصوصاً اسلامي امت ته مبارک وي .
محمد ص چې د نبوت کلیمه يې په عرش العظيم هم لیکل شوې د جهالت هغه پېړۍ ته د پای ټکی کیښود چې خلکو به خپلې لوڼې ژوندی تر خاورو لاندې کولې، غريبانو به د زورواکو تر پښو لاندې په خورا سختۍ ساه ګانې اخيستې او بربريت به د وخت په تر ټولو لوړ پوړ ولاړ ؤ. هو يوازينی دین اسلام دی چې ښځو ته د لوړ مقام په ورکولو امر کوي، حقوق يې تر ټولو د عزت او درناوي په کرښو ليکل شوي.
پرته له شک محمدي اخلاق په هيڅ آئين کې ساری نلري او په ټوله معنی عظيم اړخ لري. خوښ يو چې دهغه سترشخصیت له امت څخه یو چي الله جل جلاله په ”وانک لعلی خلق عظیم “باندي ستایل دی هغه څوک چې کله يې دنصرت دعا وکړه ملايکې له آسمانه دباران په څير را ووريدې.هغه څوک چې نکاح يې خدای په آسمان کې وتړله.
هغه څوک چې دناستې لپاره په کورکې له پوزې پرته بل شی نه درلود، خو جنګ يې دنړۍ له امپراتورانو سره و،
هوکې هغه دالله ج نازولي صلی الله عليه وسلم د جهالت، وحشت او بد کاریو لمن له انسانانو ایسته کړه او د یوه رښتني لارښود په توګه یې بشریت ته د توحید څراغ بل کړ.
الله ج دې توفيق راکړي چې د نوموړي ص له سيرت څخه ځانونه خبر کړو او خپل ټول پاتې ژوند په محمدي ص اخلاقو ښايسته کړو !
چي دا ټول هغه وخت امکان لري چي موږ دجناب رسول الله صل الله علیه وسلم مبارک سیرت مطالعه کړو
او دهغه اخلاق او دژوند لاري چارې په ریښتنې معنی وپیژنو ترڅو یی بیاپه قدم او لاره قدم کیږدو،خو که خدای ناخواسته موږ دجناب رسول الله دسیرت او ژوند په اړه معلومات ونه لرو نو هغه به بیا دخپل ژوند مشال څنګه جوړ کړو،او هغه سپیڅلې اخلاق به ځان کي څنګه راولو.

اللهمَّ صلِّ على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما صليتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم؛ إنَّك حميدٌ مجيد. اللهمَّ بارِك على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما باركتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم؛ إنَّك حميدٌ مجيد.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close