هغه څوک چي ١٤٠٠کاله وروسته یی لارویان دروح دخوشحالی لپاره هر ډول قربانی ته تیار دي:

لیکنه :کاکړ افغان
محمد صلی الله علیه وسلم
نړۍ ته الله ج انسان ورکړ او ټوله نړۍ ( ځمکه،اوبه،غرونه،پیریان…….) یې دانسان لپاره مسخر
یاتابع وګرځول.
انبیاءعلیهم السلام اجمعین راغلل انسانانو ته یې درهنمایۍ
په توګه امربالمعروف وکړ خلګ یې له بدیو نه راګرځول .
الله ج ورته ډول ډول معجزې ورکړی وی.
په عربو او عجمو کې بیرته داسی وخت هم راغی!
چی ژوندۍ نجونې یې په ګور کولې.
واذا بشر احدهم بالانثی ظل وجهه مسود……الایه
او کله به چی په دوی باندې دنجلۍ دپیداکیدو زیری وشو مخ به یې تور وګرځید ….
داسلام په ذرین تاریخ کی الله ج داسې ستوری پیداکړ چی څه باندې څوارلس سوه کاله ۱۴۰۰ کیږی چی لارویان یې دده دپاک روح دآرمانونو لپاره له هرې قربانۍ نه دریغ نه کوی.
دغه ښکلې او منورې څهرې دعبدالله او عبدالمطلب په انګړ کې سترګې دونیا ته وغړولې.
قرانکریم یې ورته معجزه ورکړ چی تر اوسه پورې له هرډول لاسوهنې څخه پاک دی.
تکلیف به یې مبارزه لاپیاوړې کړه او دزغم او٠اخلاق یې لرل چی الله ج په قرانکریم کې یادونه ځنې کړی ده.
وانک لعلی خلق عظیم الایه
داسې وخت چی ټولو ( نر، ښځې…….خپل عزت وموند او داسلام په سیورې کی یې ژوند ته ادامه وکړه.
اسلام دخراسان تر لوړو هم راورسید دډیرو شهیدانو په ورکولو سره یې که اسلام پری قبول کړ.
خو داوسنۍ کفری نړۍ یوازینی خطر بیرته له همدې خراسان یا اوسنې افغانستان چی ځینې برخې یې له لاسه وتلې دی احساسوې.
دا اوسنی ورځي هغه دي کوم هغه مبارک صلی الله علیه وسلم پکي دا نړی ته راغلی دی دهغه په پاک روح دی میلیاردونه درودونه وې.
او الله ج دی موږ ته دهغه پر کړنو،او دهغه په سنتونو دعمل توفیق راپه نصیب کړی.
اللهمَّ صلِّ على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما صليتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم؛ إنَّك حميدٌ مجيد. اللهمَّ بارِك على محمَّد وعلى آل محمَّد، كما باركتَ على إبراهيم وعلى آل إبراهيم؛ إنَّك حميدٌ مجيد.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close