سیګار: د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره د نهه میلیارده ډالرو لګول بیځایه مصرف وو

سیګار: د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره د نهه میلیارده ډالرو لګول بیځایه مصرف وو
عزم(یکشنبه، لړم ۱۹ ،۱۳۹۸)

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې “سیګار” ويلي چې امریکا د تېرو ۱۷ کلونو په ترڅ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې کابو ۹ مېلیارده ډالر لګولي دي.
دغه اداره وایی، لا هم په دغه هیواد کې په پراخه کچه د نشه یي توکو کر روان او پراخه سوداګري یې ترسره کیږي چې په دې برخه کې لا هم د نړیوالو هڅو کوم اثر نه ښکاره کیږي.

سیګار ویلي، افغانستان کې مخدره توکي ۱۱ سلنه ناخالص ملي تولید جوړوي او د دغه هېواد له قانوني صادراتو لوړه بیه جوړوي.
راپور زیاتوي، اوسمهال د نشه یې توکو “ټابلیټ ک”په پراخه کچه بهر ته صادریږي او دې کار د دوی سخته اندیښنه را پارولې ده.
راپور وایی، که څه هم په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونو کې د نشه یي توکو کرکیله یوڅه کمه شوې وه خو په وینا یې چې لامل یې د کابل حکومت او امریکایانو ګډې هڅې نه؛ بلکې وچکالۍ هغه لوی لامل وه چې دا چاره یې په ټپه درولې وه.

په ورته مهال د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې په نړیواله کچه د مخدره توکو د آزاد بازار شتون افغان کروندګر دې ته هڅولي ترڅو دوی هم دې کرکیلې ته پراختیا ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو پرمهال د مشرتابه پر یوه امر د ټول هیواد په کچه د مخدره توکو کرکیله بنده او کچه یې صفري نقطي ته راټيټه شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close