هغه ځوان چې لس کاله وروسته هم د چا له یاد نده وتلی

لیکوال: عاکف مهاجر

د امریکا د اشغال پیل وو یو تنکی ځوان د مدرسې طالب له لوګر تر کونړ لاړ او د کونړ له سردرو یې د اشغال په وړاندې مبارزه کوله.

که څه هم هغه مهال دا اوازه وه چې د امریکا دشمني ناشونې ده خو د ایمان په ګاڼه سمبالو ځوانانو بیا دا خیال او خوب دروغ کړل، د امریکا دښمني یې خلکو ته هوسا او خلک یې پرې را زړور کړ.

دا هغه مهال وو چې د ټوپک او بي دوه پنځوس جنګ پیلامه وه، د امریکا د غرور د زوال لومړی ورځې وې، د نړیوال کفري اشر د ټوټه کیدو شروع وه او یو ځل بیا د الهي ابابیلو او د ابرهه د فیلانو مقابله شروع کیدونکې وه چې خدای جل جلاله تیر تاریخ تکرار او دا دی ابرهه یې له ټول شان او شوکت سره خوار او ذلیل کړ او لا ذلیلیه کیدونکی دی.

دا چې ظاهرا امارت سقوط وکړ او امریکا بري ته ورسیدله طالبان یې مات کړل دغه ځوان هم بیرته مدرسې ته راوګرزیده او خپل کتابونه یې پیل کړل، خو جذبه یې مړه نشوه، عزم یې مات نه شو، ضمیر یې ویده نه شو بلکې لا هغسې تاند او تکړه وو، د اشغال له یو کال تیریدو وروسته بیا د سنګر غیږ ته راستون شو او په غربي کافرو یې د لوګر ځمکه سور تنور وګرزوله.

دا هغه ځوان وو چې مولوي سنګین فاتح د پکتیکا ولایت کې په یو کمپاین د برید پر مهال د امریکایي مورچې څخه نیول شوې ګوشکې په انعام کې ورکړې او ورته ویل یې چې افرین او پر تا شه هره مور دې داسې ځوی راوړي لکه ته.

دا ځلمی شهید مولوي کریم الله کامران د شهید مولوي امرالله رهبر ښی لاس او خوږ ورور وو چې د لوګر د هر وګړي لس کاله وروسته هم له یاده نده وتلی.

هوکې دا هغه ځوان وو چې زندان او د زندان تکلیفونو هم له خپلې ارادې شاته نه کړ، ایماني جذبه او د جهاد مینه یې سړه نه شوه، د غرب ناترسه غدیو او چاپو یې هم په عمل کې هیڅ بدلون رانه وستلو.
ښه مې په یاد دی چې ویل یې یوه ورځ به ضرور مرو خو دا چې په غیرت مړه شو او د خدای له دینه زار شو تر دې نو بله نیکبختي کومه ده.

تر دغو ورځو څو ورځې وړاندې وې دواړه روان وو فضا خرابه وه فکر یې بدل شو وی زه درنه لاړم او تنها یې پریښودم ویل یې صبا به ګورو، خو خبر نه وم چې همدا به مو اخري دیدن وي او بیا به نه سره وینو.
څو شپې تیرې شوې سهار راپاڅیدلم یو چا راته و ویل لوګر کې یې چاپه اچولې کریم الله یې شهید کړی، کور والا او یوه زنانه یې شهیدان کړي دي مولوي قدرت الله او څو تنه نور یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.
دا شپې هم تیرې شوې خو لس کاله وروسته هم د چا نه هیریږي او لس کاله نور به یې هم تیر نه شي.

شهید کریم الله هغه ځوان وو چې غربي یرغلګرو یې په شهادت جشنونه کول او دا یې ستره بریا بلله، خو هغه که نشته هم د هغه نوم اوس هم شته او د هغه په لاس روزل شوي اوس هم د هغه په قدم روان او غربیان یې په نیولو او وژلو ستړي شول خو دوی نه مات او نه له خپلې لارې راوګرزیدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close