لغمان عزیزخان کڅ کې بهرنیو ځواکونو دوه موټرو ته اور اچوونکي شیان غورزولي

عزم(جمعه، ۱۷ لړم ۱۳۹۸): څو شیبې وړاندې د لغمان په عزیزخان کڅ کې بهرنیو ځواکونو دوه موټرو ته اور اچوونکي شیان غورزولي چې دواړه یې سوځولي.

لیکوال او ژورنالیست نعمان دوست په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دی چې همدا وس څو شیبې وړاندې د لغمان په عزیزخان کڅ کې زمونږ تر وړاندې بهرنیو ځواکونو دوه موټرو ته اور اچوونکي شیان و غورزول چې دواړه یې د اور په لمبو کې لولپه کړل.

نوموړي د موټر د سپرلیو په اړه څه وضاحت نده ورکړی خو له موټرو داسې ښکاري چې سپرلۍ دې هم پکې سوځیدلې وي.
هغه ویلي زمونږ د موټر شیشه یې هم راماته کړه خو نور زیان راته نده رسیدلی.

دیادونې وړ دی چې افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو تل هغه موټر په داسې موادو ویستلی دي چې له دوی سره تر څنګ تیریږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close