د درود شریف فضیلت

لیکول:متقي لوګری

اِنََّ الله وملکته یصلون علی النبی یأیهاالذین ءامنواصلواعلیه وسلمواتسلیما [سورت الاحزب] ـــــــــــــــــ ترجمه ــــــــــــــ
بیشکه الله ج اوملایکې دالله ج درودلیږي په نبي ص باندی نو اې ایمان والوتاسوپرې هم دروداوسلام وایئ
دحضرت ابوهریرة رض نه روایت دی چی نبی کریم صل الله علیه وسلم فرمایلي، څوک چی پر مایوځل درود اولیږي الله ج پرې لس ځله رحمت نازلوي” مسلم شریف”
حضرت انس رض فرمایی چې رسول صل الله علیه وسلم وفرمایل څوک چې په ماباندې یوځل درود اولیږي، الله ج به په هغه لس رحمت نازل کړي، دهغه لس ګناهونه به معاف کړي اولس اوچتې درجې به ورته ورکړي [نسائی] حضرت ابن مسعودرض وایي، چه رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی: دقیامت په ورځ به په خلکوکې ماته دټولو نه نږدې هغه کس وي چې زیات پرې درود وایی [ترمذی شریف] حضرت ابوطلحه رض فرمایی چې یوه
ورځ نبی کریم صل الله علیه وسلم تشریف راوړلوچې هغه وخت درسول صل الله علیه وسلم په مخ دخوشحالی اثرات وو رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل ماته جبرائیل ع راغی نو یې راته وویل چې ستاسو رب راته وویل؛ اې محمد صل الله علیه وسلم ایاستادا خوښه نه ده چه ستا په امت کې یوکس په تادرود اولیږي او زه لس ځله په هغه رحمت نازل کړم اوستا امت کۀ په تایوځل سلام اولیږي نوزه به پرې لس ځله سلام اولیږم [نسائی شریف]

دحضرت علی رض نه روایت نقل دی چه نبي کریم صل الله علیه وسلم فرمایلي دي بخیل دی هغه سړی چه زماذکر دهغه په مخکې اوشي اوپه مادرود ونه وایی [ترمذی] د اوس رض نه روایت دی چه رسول صل الله علیه وسلم فرمایلي، دجمعې په ورځ ستاسودټول نه افضل عمل دادی چه په تاسو کښی څوک په ماباندې زیات درودشریف وایی ځکه چه ستاسودرود ماته وړاندې کیږي، صحابه کرامورض عرض وکړ؛ وای دالله رسول صل الله علیه وسلم زمونږ درودپه تاسوته څنګه وړاندې کیږي په داسې حال کې چې ستاسوهډوکی خوبه وراسته شوي وي؟
راوي وایي، چې رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمائیل چه دپیغمبرانو بدن په زمکه حرام دی [ابوداود]

حضرت ابوهریرة رض وایي چې رسول الله صل الله علیه وسلم فرمائیلی دي، دهغه کس پوزه دې په خاورو ککړه شي چه د هغه مخکې زماذکر”یادونه” وشي اوهغه په ما درود ونه وایي اودهغه کس پوزه دې په خاوره ککړه شي چه پرې رمضان راشي اوتیرشي اوهغه ته مغفرت ونه شي اودهغه کس په پوزه دې خاورې پورې شي چې دهغه موراوپلاردواړه یاهغوی کې یو دهغه مخکې بوډاګان شي اوهغوی په خپل خدمت سره هغه جنت کې داخل نۀ کړي [ترمذی]

حضرت بن عبدالله رض درسول الله ص الله علیه وسلم ارشاد نقل کوي چې کوم کس په ورځ کې ۱۰۰سل ځله په ماباندې درود ووایی؛ الله ج دهغه ۱۰۰سل حاجتونه پوره کوي، ۷۰حاجتونه په دنیا کې ۳۰په اخرت کې.

دحضرت انس بن مالک رض نه روایت دی چه رسول صل الله علیه وسلم فرمایلي، الله ج یوولس ۱۱ کسانوته دعرش سیوری لاندی ځای ورکوي او په امن کې یې ساتي هغوی کې یوکس هغه څوک چه په رسول الله صل الله علیه وسلم باندی په هرساعت کی ډیر ډیر درود وایي.
واقعاتوکې هم تاسولیدلي چې په درود شریف کې څومره برکات دي؛ په هغه یوه واقعه کې راځي چی قبرستان باندی یونیک انسان تیریدو اوپه رسول الله صل الله علیه وسلم باندی یی یوځل درودشریف وویلو اوثواب یی ټولومړوته چې په دې مقبره “هدیره” کې و، وباښه، په دې مقبره کې ۷۰۰۰۰اویازره کسان مړي وو اودوی ټول په عذاب کې مبتلاءوو؛ الله ج ددوی نه دیوځل درود شریف دثواب په برکت سره ټول عذابونه لرې کړل.
څه به وي مقام دهغه کس چه په هره ورځ کښی په رسول الله صل الله علیه وسلم باندی درودشریف وايی نومونږه اوتاسوبایددرودشریف سره محبت پیداکړواوبل داچې کوم کس په رسول الله صل علیه وسلم باندی ډیر درودشریف وایي نوده ته به الله ج درسول الله صل علیه وسلم زیارت نصیب کړي په خوب کې اوبل داچې رسول الله صل علیه وسلم سره ددې محبت پیداکیږي.
الله ج دی مونږه اوتاسوټولوته توفیق راکړي چې په رسول الله صل الله علیه وسلم باندی ډیرډیر درودشریف ووایو

آمین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close