دانش: د امریکا راتګ زمونږ د بقاء لامل شو؛ که مؤقت حکومت راغی،  وبه نړیږو

عزم(جمعه، لړم ۱۷ ،۱۳۹۸)د جمهور رئیس اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وایی،تیرو لسیزو کې د قدرت د بې شمیره جزیرو راتګ د طالبانو د ولسي پاڅون لامل شو او همدوی د طالبانو په مټ مات هم شول.
نوموړي چې نن د مصطفی کاظمي په تلین غونډه کې یې خبرې کولې وویل؛ د سپټمبر ۱۱ مه او د امریکا راتګ،  د دې لامل شو چې طالبان ماتې وخوري او همغه د قدرت جزیرې په یوه شریک حکومت کې په یوه نه یو ډول راټولې شي.
دانش له ټولو سیاسي مشرانو وغوښتل چې د امریکا راتګ د دوی د بقاء لامل شوی نو پرهمدې اساس باید د حکومت ملاتړ هم وکړي، ځکه چې دده په وینا، طالبان به هغوی په ویشلې توګه کله هم پرې نږدي.

سرور دانش له طالبانو وغوښتل، چې د اوربند په اعلانولو او له کابل حکومت سره د مخامخ خبرو پر پیل اعتماد سازي رامنځته او سولې ته دې راوګرځي.

دانش پر سیاسیونو غږ وکړ چې د مؤقت حکومت د رامنځته کیدو زمزمې دې پریږدي، ځکه چې د ده په وینا  دا ډول حکومت بحران رامنځته کوي او د نظام نړیدو ته لار پرانیزي.

هغه دغه راز وویل چې د کابل حکومت له ګډون پرته به د سولې خبرې هیڅ اغیز ونه لري او زیاته یې کړه چې که د بندیانو خوشي کول د خبرو د پیل لامل کیږي، دوی له قانوني لارې ورته تیار دي.

نوموړي دغه راز د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ چې باید د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ژر تر ژره ابلاغ او د هیڅ کوم لوري تر تاثیر لاندې رانه شي.

دانش داسې مهال د مؤقت حکومت اوازې ردوي او له طالبانو سره د حکومت له آدرسه د مخامخ خبرو غوښتونکی دی چې تازه راپورونه وایي چې د ټاکنو کمیسیون کې دننه د شته جنجالونو له تمله ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې بحران ته ولاړې او مؤقته اداره رامنځته شي، دغه راز طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی چې د کابل حکومت سره به د یوه رسمي حکومت په توګه خبرو ته چمتو نه شي، بلکې له یوه ټول شموله افغاني هیئت سره به چې د ټولو اړخونو استازي په کې شامل وي، خبرې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close