ایران: زورورې زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

 

عزم(جمعه، لړم ۱۷ ،۱۳۹۸)ایراني چارواکي وایي چې دغه هیواد کې د ریختر په کچه ۵،۹ درجې زلزلې زیانونه اړولي دي.
تسنیم خبري اژانس ویلي، زلزله په سیمیز وخت ۲ نیمې بجې په ختیځ آذربایجان او نورو سیمو کې شوې چې په ترڅ کې یې تر دې مهاله د ۵ تنو د وژل کیدو او ۳۵۲ د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

چارواکي وایی، د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی او ښایی د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.
د چارواکو په وینا، تر اوسه د سلګونو کورونو د نړیدو خبر ورکړل شوی او  خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د چارواکو په وینا، زلزله ځپلوسیمو ته لومړنۍ مرستې استول شوې او ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close