جنونه نور دې زنځیرونه زموږ پښو کې نشته – مینه وال

عبدالقیوم مینه وال

نن مې د خیال رنګین تصویر پاس په کابل ختلی

د بري خول مې بیا پر سر لکه یو ګل ختلی

جنونه نور دې زنځیرونه زموږ پښو کې نشته

روح مې معراج د خپلواکۍ ته په دلدل ختلی

ګوره چې لاره د خوني غلیم په وینو سره ده

ښکاري پر سر بیا د ګورګین میرویس اتل اختلی

نن مې رقیبه خپل جانان دی په هر لور لیدلی

ځکه غیرت مې بیا په هند، روس او زابل ختلی

خیر دی احمده که ته نه یې، زه خو یمه کنه

عشق د ملت مې د ملالې په اوربل ختلی

بیا مې د کروړ حماسه شپول شوه د سپوږمۍ په وړانګو

ځکه هیبت یې پر نړۍ لکه اجل ختلی

دا چې شوه ښکلې مینه واله هم پړق پړق د تورې

رنګین غزل مې د نیکونو پر هر پل ختلی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ

Close
Back to top button
Close
Close