د اشرف غني سلاکار: د سولې په نوم د هغې معاملې مخنیوی کوو چې ۱۸ کلنې لاسته راوړنې ګواښي

عزم(جمعه، لړم ۱۷ ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د چین بین الافغاني غونډه د ارګ د مخالفت له امله ځنډیدلې، ارګ لا هم دغې ناستې ته هغه شرطونه یو په بل پسې روښانه کوي، چې د دې غونډې د ځنډ لامل جوړیدای شي.
تازه د ولسمشر غني سلاکار، وحید عمر ویلي، دوی دې غونډې ته وړوکی خو ټول شموله پلاوی جوړ کړی او په وینا یې چې د دوی ټینګار دادی چې دا ناسته باید د کابل حکومت په مشرۍ ترسره او استول کیدونکی ټیم یې باید د دولت نمایندګي وکړي.
نوموړي زیاته کړه، غونډې ته د استول کیدونکو کسانو نوملړ نه په ډاګه کوي خو زیاته یې کړه چې غونډه کې به یې موخه له تیرو اتلس کلنو دیموکراتیکو لاسته راوړنو دفاع کول هدف وي.
طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې د دغه پلاوي دقیق شمیر له ۱۵ تر ۲۰ تنو دی او نومونه یې د چین له دولت سره شریک شوي دي.
وحید عمر وویل، دوی د سولې مخنیوی نه کوي، خو په وینا یې چې د هغې پټې معاملې په ټینګه مخنیوی کوي چې تیرې اتلس کلنې دیموکراتیکې لاسته راوړنې ګواښي.
طالبانو تل ټینګار کړی چې د کابل حکومت سره د یوه رسمي نظام په توګه کله هم خبرې نه کوي، خو په وینا یې چې له یوه ټول شموله هیئت سره به، چې ټول اړخونه په کې شامل وي، مذاکراتو ته کیني.

تازه آریانا نیوز د ځینو سرچینو په حواله ویلی چې که افغان پلاوی د کابل حکومت په رسمي استازیتوب د چین بین الافغاني غونډه کې برخه اخیسته، ښایي طالبان ورسره خپله لیدنه تحریم کړي.

وحید عمر وویل چې د خپل ټاکل شوي هیئت لیست یې چین ته سپارلی دی، خو سرچینو ویلي چې دا لیست د بیجینګ لخوا طالبانو ته ورښودل شوی او هغو ترې ځینې هغه کسان چې د سولې ضد مفکوره لري، حذف کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close