اشرف غني په ټاکنو کې خالي شوې دولتي خزانه په ګمرکي مالیاتو ډکوي

عزم(جمعه، لړم ۱۷ ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د تیرو ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونو کې د اشرف غني په مشرۍ پر دولت جوړونکي تور وه، چې ګواکې له دولتي خزانې یې په لویه کچه پیسې په خپلو انتخاباتي کمپاینونو لګولې؛ تازه د ارګ له خوا د ولایتونو والیانو ته حکم شوی چې د دولتي بودیجې کسر دې په ګمرکي مالیاتو پوره کړي.

څو ورځې وړاندې جمهور رئیس غني د هیواد د ټولو ولایتونو له والیانو سره په یوه آنلاین ویډیو کنفرانس کې وویل چې باید له ګمرکاتو څخه د مالیاتو په راټولولو کې جدي و اوسیږي.

نوموړي د ګمرکاتو پر شفافیت سربیره د قانوني لارو د عوایدو راټولولو سپارښتنه هم کړې وه..
په ورته مهال یو شمیر شنونکي وایي، چې غني غواړي د هغې بودیجې کسر د خلکو له جیبونو بیرته پوره کړي، چې نوموړي له بیت المال څخه ایستلې وې.
د هرات د ولایتي شورا رئیس کبیر ایثار وایي، جمهور رئیس ولې تیرو پنځو کلونو کې د ګمرکي مالیو د راټولولو داسې جدي امر نه کاوو، چې د واک په وروستیو کې داسې یوه حکم ته اړ شو.
نوموړي وایی، ښایي غني د خپل دولت جوړونکي ټیم له خوا د خالي شوې دولتي خزانې د ډکولو په هدف دا حکم کړی وي.
د هرات د پوهنتون استاد«داود عرفان» هم ورته ادعا کوي او زیاتوي چې دولت جوړونکي ټیم په سلګونو میلیونه پیسې د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره له دولتي بودیجې ایستلې، چې اوس یې د بیا پوره کولو لپاره پر خلکو فشار راوړي.
که څه هم د اشرف غني ټیم په انتخاباتي منډو ترړو کې په رسمي توګه د ۲۰۱ میلیون او ۱۶۰۵۱۳ افغانیو لګښت تائید کړی، خو د نوموړي په ټیم کې دننه باوري سرچینې دا شمیر تر سلګونو میلیونو بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close