د فرانسې ولسمشر: ناټو اتحاد یا ټلواله ذهنا فلج ده

عزم(جمعه، ۱۷ لړم ۱۳۹۸): د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون له لندن څخه خپریدونکې اکانومسټ مجلې سره په مرکه کې ویلي دي چې ناټو اتحاد یا ټلواله ‘ذهناً’ فلج ده.
هغه د دغې تلوالې د فلجتیا سبب د دوی د مهم متحد امریکا امریکا کمیدونکې ژمنتیا په ګوته کړې ده.

هغه به دغه مرکه کې د امریکا د ژمنتیا د کمیدو په اړه د بېلګې په توګه د سوریې له شماله د امریکايي پوځیانو په خپل سر ویستل یاد کړی دي چې له ناټو سره یې هیڅ سلا مشوره نده پکې کړې.

د ناټو په منشور کې پر یو هیواد برید کولو سره یې پر ټولو دفاع یاده شوې خو ماکرون وایي چې دی باوري نده، ایا اوس هم دغه ماده په عمل کې پر خپل ځای پاته ده او کنه؟
ناټو چې د اروپا او امریکا د دفاع لپاره رامنځته شوې، خو اوس هغه ویلي چې دغه ټولنه باید نور پر امریکا تکیه ونکړي.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې ناټو اتحاد د لندن په راتلونکې غونډه کې د خپل تاسیس ۷۰ مه کلیزه لمانځي.

ماکرون د امریکا د ژمنتیا په اړه له اروپایي هیوادونو د روڼتیا د فکر غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دوی باید د سیاسي یهودي قوت په توګه له سره فکر وکړی چې راتلونکی یې په خپل لاس کې پاته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close