میک: د افغانستان د انرژۍ سکتور کې میلیاردونه ډالر تري تم شوي

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۶ ،۱۳۹۸)دفساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمیټه “میک” وایي، افغانستان کې د نورو چارو تر څنګ د انرژۍ په سکتور کې هم تر درې۳ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې تري تم شوې دي.

میک ویلي، د بریښنا شرکت او انرژۍ سکتور کولای شي یواځې د یو میلیارد ډالرو حساب کتاب ورکړي، په داسې حال کې چې د درې میلیاردو نورو مرسته شویو پیسو چې له ۲۰۰۲م کال راپه دې خوا د انرژۍ د پراخوالي لپاره، افغان چارواکو ته ورکړل شوې، حساب کتاب نه دی څرګند.
یاده اداره وایي چې اوسمهال د بریښنا شرکت یواځې د ۱۸۳ میلیون ډالرو لګولو شویو پیسو اسناد په لاس کې لري.
دا په داسې حال کې ده چې په تازه مواردو کې د ارګ لخوا د بریتانیا پر سفارت د ملي تلویزیون او پر یوه خصوصي پوهنتون د سیلو ځمکې د پیرودلو خبرونه هم د رسنیو سرټکی جوړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close