کابل: په ده‌سبز ولسوالۍ کې د برېښنا ۱۱برجونه پرانیستل شول

عزم (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې یې د برېښنا شبکې ۱۱برجونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیه رئیس امان الله غالب وايي، د کابل لپاره د برېښنا شبکې د پراختیا کار په چټکۍ روان دی او په همدې موخه یې په ده‌سبز ولسوالۍ کې د برېښنا ۱۱ برجونه جوړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل.

دی وايي، له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا پروژې کار د هېواد په شمالي ولایتونو کې په چټکۍ روان دی، چې د ۱۰۰۰ مېګاواټو په ظرفیت د برېښنا کار به د راتلونکي زېږدیز کال تر پایه بشپړ شي، چې له ترکمنستان څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا را لېږد سره به د هېواد په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د برېښنا کمښت ستونزه په بنسټیزه توګه حل شي.

د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د برېښنا د یوولسو برجونو کار په ۱۳۹۷کال د وري په میاشت کې پیل شوی، چې چارې یې سږکال د تلې په میاشت کې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د برېښنا ددې یوولسو برجونو پروژې ټولیز ظرفیت ۲۱۱۰ کیلو ولټ امپیر دی او په پام کې ده، چې له دې برجونو به ۲۰۰۰ کورنیو او د دیني علومو یوې مدرسې ته چې نږدې ۱۰۰۰ تنه طالبان په کې په زده کړو بوخت دي برېښنا ورکړل شي.

د کابل ده سبز ولسوالۍ کې د برېښنا ددې یوولسو برجونو پروژې باندې ( ۴۲ ) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د افغانستان برېښنا شرکت پراختیايي بودیجې له‌خوا ورکړل شې دي.

د کابل په ګډون د هېواد ډېره برېښنا وارداتي ده، چې وخت ناوخت د ګڼو ستونزو له امله پرې کېږي او خلک ترې په اوونیو ـ اوونیو محروم پاتې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close