کابل او ولایتونو کې د لړمانو د خرڅلاو تود بازار

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۶ ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې هیواد له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، په دې وروستیو کې د لړم د زهرو خرڅلاو په یوه تود بازار بدل شوی دی.

ویل کیږي، د دې زهرو غوښتونکي په اروپا او امریکا کې زیات دي چې یو کیلوګرام زهر یې په لس میلیونه ډالر اخلي.
اخیستونکي یې وایی چې دا مایع تر ډيره د انټي بیوټیکو جوړولو او د سرطان درملنې لپاره کارول کیږي.
په ورته مهال افغانستان کې هم د یادو زهرو د مینوالو کمی نه شته او ډیری سوداګرو ورته د روزنې فارمونه جوړ کړي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، فارم لرونکو ته د جواز ورکولو او نورو تخنیکي کارونو کې مرسته کوي او هغوی لا د دې کار لپاره هڅوي.

هلمند کې یو فارم لرونکی حاجي پير محمد وایي، یو فارم یې جوړ کړی چې تر اوسه یې د هلمند له بیلابیلو سیمو شاوخوا ۲۰ زره لړمان ورته راټول کړي دي.

د فارمونو له جوړولو سره همهاله د دې حشرې قاچاق هم په پراخه پیمانه روان دی او په تور بازار کې په لویه کچه خرڅیږي.
هلمندی فارم مشر وایي، د دوی هڅه داده چې بهر ته د لړمانو د قاچاق مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه په پروان، هرات او هلمند ولایتونو کې د لړمانو لوی فارمونه جوړ شوي، چې د کرنې وزارت په وینا، په پام کې ده، په غزني ولایت کې هم د لړمانو یو فارم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

ویل کیږي، هر یو لړم په دریو میاشتو کې یواځې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي.

پر دې سربیره په همهاله توګه د تورې پیشو او بیلابیلو پخوانیو هغو ګرنیټونو او ناچاودو مرمیو چې یو ډول اوبه په کې وي، هم خورا ګرم بازار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close