افغان لوبډلې له ویسټ انډیز د اوو ویکټو په توپیر ماتې ومنله

عزم (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): افغان لوبډلې له ویسټ انډیز لوبې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ومنله.

د پرونۍ لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله؛ خو افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې په ۴۵،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپووهونکو له ډلې رحمت شاه ۶۱، اکرام علي خېل ۵۸ او اصغر افغان ۳۵ منډې ترلاسه کړې؛ خو حضرت الله ځاځي، جاوېد احمدي، نجیب الله ځداڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب او راشدخان د خپلې لوبډلې په ګټه سمې منډې جوړې نه شوی کړی. د ویسټ انډیز لوبډلې په استازیتوب جېسن هولډر، شېفرډ او روستن چېز هر یوه دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ویسټ انډیز لوبډلې هم خپلې دوه ویکټې ژر له لاسه ورکړې؛ خو روستن چېز ۹۴، شای هوپ ۷۷ناسوځېدلې او نیکولس پوران ۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ویسټ انډیز لوبډلې په ۴۶،۳ اور کې افغان لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله چې د افغان توپ اچوونکو له ډلې مجیب الرحمن دوه او نوین الحق یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې روسټن چېز د غوره توپوهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه به د روانې نومبر میاشتې په نهمه نېټه د هندوستان د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close