چینايي هېکران د ګوتې له پاتې نښو په استفادې د ځیرکو ټلفونونو قلف خلاصوي

د South China Morning Post د راپور له مخې، د Tencent Security شرکت هېکران د اوبو پر ګلاس باندې د ګوتو له پاتې نښو په استفادې سره توانېدلي چې د یو کس د ټلفون فینګر پرینټ ته فریب ورکړي.

چینايي هېکران توانېدلي چې د اوبو څښلو پر ګلاس باندې د ګوتې د پاتې شویو نښو کاپي واخلي او وروسته د ځيرکو ټلفونونو قلف ورباندې خلاص کړي.

د South China Morning Post د راپور له مخې، د Tencent Security شرکت هېکران د اوبو پر ګلاس باندې د ګوتو له پاتې نښو په استفادې سره توانېدلي چې د یو کس د ټلفون فینګر پرینټ ته فریب ورکړي.

یادو هېکرانو د هېکنګ د یوې نندارې له ګډون والو وغوښتل چې د اوبو ګلاس ته لاس وروړي. وروسته د ټیم مشر خپل ټلفون راوایست او په هغه یې پر ګلاس باندې د ګوتو له پاتې نښو انځور واخیست، او د سمې ډېټا ترلاسه کولو لپاره یې خپل جوړ شوي اپلیکېشن ته ورکړ. یوازې ۲۰ دقیقې وروسته د فنګر پرینټ فیزیکي کاپي جوړه شوه.

د ګوتو د نښو په دې کاپي سره درو ځیرکو موبایلونو فریب وخوړ او قلف یې خلاص شو. دا رنګه د فینګر پرینټ په ټکنالوجۍ سمبال دوه نور ماشینونه هم دوکه شول.

Related image

البته هېکرانو د دې پروسې ټول پړاوونه او جزیات ښکاره نه کړل څو د هېکنګ طریقې یې په بشپړ ډول افشا نشي.

د هېکرانو یاد ټیم ویلي چې د اپلیکېشن په جوړولو یې میاشتې میاشتې کار کړی دی.

دوی همداراز ویلي چې د اوبو د ګلاس په پرتله د ټلفون له ښیښې په اسانۍ سره د ګوتو نښې اخیستل کېدای شي.

دې هېکرانو خلکو ته لارښوونه کړې چې که غواړې د ګوتو اثر یې چېرته پاتې نشي، نو د هر څيز تر لمس وروسته دې د ګوتو نښې پاکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close