د ملکي هوايي چلند ادارې د داخلي پراوزونو لپاره نوې بیې اعلان کړې

عزم(چهارشنبه، لړم ۱۵ ،۱۳۹۸)د هیواد د ملکي هوایی چلند اداره وایی، په هیواد کې دننه کورنیو پروازونو ته یې ځانګړې بیې اعلان کړې، چې له مخې به یې هوایي شرکتونه اړوندو ولایاتو ته تلونکي مسافر لیږدوي.

اداره وایی، ټولو داخلي هوايي شرکتونو او د سیاحتي ټکټ پلورونکو نمایندګیو ته یې سپارښتنه کړې، چې تر دې وروسته د ټکټ پلورلو پرمهال د دغه ادارې لخوا اعلان شوې بېې په نظر کې ونیسي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي وایي، دغه نرخ نامه د دو هوايي شرکتونو”کام ایر او اریانا'” لګښتونو ته په کتو د دغه شرکتونو د استازو په حضور کې د لګښتونو د عملیاتي محاسبې په اساس تر یو لړ څیړنو وروسته د تائید وړ وګرځول شوه.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که هوايي شرکتونه او د سیاحتي پروازونو ټکټ پلورونکي له اعلان شویو بیو سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close