ویسا: عاطف مشعل خپله د پاکستان د پوځ دفتر ته ورغلی

عزم (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې خپله نننۍ سرلیکنه په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سره د پاکستان د پوځ له لوري ناسم چلند ته ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په اسلام اباد کې افغان سفیر د ای ایس ای دفتر ته ورغلی، هلته تالاشي شوی او سپک چلند ورسره شوی، خو اوس زموږ ملي شورا د دې ناوړه چلند په اړه غبرګون ښيي.

ویسا لیکي، د سفیرانو کارونه عموماً د یوه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره وي؛ خو دا چې یو سفیر د یوه هېواد استخباراتي ادارې ته ځي او هلته احضارېږي، نو ګرم خپله عاطف مشعل دی، چې ولې هلته ورغلی دی.«ښایي د مشعل استدلال دا وي چې د ذلت دغه ډبره خو له پاکستان سره په اړیکو کې اشرف غني ایښې چې د خپلې واکمنۍ په پیل کې په پینډۍ کې د پوځ مرکزي دفتر ته ورغی.»

ورځپاڼه لیکي، د حکومت شعارونه یوازې تشې لفاظۍ دي، ګډ حکومت پاکستان ته ډېر امتیاز ورکړ، اشرف غني د پاکستان د پوځ مرکز ته ورغی او د ایس، او، پي امنیتي تړون یې وسره لاسلیک کړ.

«پاکستان ته یې د ډېورند په اوږدو کې د ازغن تار او کټارو درولو او لسګونو پوستو او تاسیساتو جوړولو اجازه ورکړه، په تورخم کې دروازه د همدې حکومت پر مهال جوړه شوه او (باب پاکستان) پرې ولیکل شول، پرانیستې ته یې اشرف غني یو وزیر او والي ور واستول، د کونړ د ناړۍ او د پکتیکا د ګومل ولسوالیو کیسه لا د نن خبره ده حکومت پر هغو چوپه خوله دی.»

د ویسا په باور، د «پنجاب غلامي» اصلاً حکومت کوي؛ خو دغه غلامي د رسنیو په زور په نورو تپل کېږي.

«یو تریخ واقعیت دا دی چې د اشرف غني او عبدالله ګډولې پر افغان ولس د امریکا او پاکستان ډبل حاکمیت او برلاسي تحمیل کړه. موږ وینو چې په دې تېرو پینځو کلونو کې زموږ ولس په خپله خاوره کې له ځمکې او فضا څخه د همدې دوو لوریو څخه تر تور وحشت لاندې دی. حکومتي یاران یوازې د ارګ د دېوالونو شا ته، هغه د پهلوان زنده خوش است په مصداق په خپل خومار کې ډوب دي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close