د روغتیا وزیر: اوسمهال یومیلیون افغانان له معلولیت څخه کړیږي

عزم(چهارشنبه، لړم ۱۵ ،۱۳۹۸)د روغتیا وزارت وایي، دا مهال په هیواد کې د جګړو، ترافیکي او طبعي پیښو له امله شاوخوا یو میلیون کسان په معلولیت اخته دي او دا شمیر ورځ تر بلې ډیریږي.
د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز چې تیره ورځ یې د وزیرمحمداکبر خان په روغتون کې د اورتوپیدي څانګې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل؛ د وزیراکبرخان په روغتون کې د اورتوپیدي څانګې زیاتوالی یوه لویه اړتیا وه چې د اروپایي ټولنې او سویډن کمیټې په ګډو هڅو دې برخې هم په فعالیت پیل وکړ.
نوموړي وویل، معلولیت یوه لویه ستونزه ده چې له امله سلګونه زره کورنۍ په کړاو اخته دي.
وزیر زیاته کړه، دا مهال د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې ۲۲ د اورتوپیدي جراحي مرکزونه لري او هڅه کوي، دا شمیر نور هم لوړ کړي.
په دې مراسمو کې د سویډن کمیټې مشرې «سوني مانسون» وویل، موخه یې د دې مرکز له خلاصون څخه له افغان معلولینو سره مرسته ده، چې په وینا یې دا کمیټه اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۲ د اورتوپیدي مراکز لري او د ۲۵ زره کسانو درملنه په کې ترسره کیږي.

د وزیر اکبرخان د اورتوپیدي څانګې پر فعالیت شاوخوا یو میلیون ډالره لګښت راغلی چې په کې د اورتوپیدي خدماتو ترڅنګ د مصنوعي اندامونو د جوړښت او نورې اړینې چارې د ټولو پرمختللو طبي وسایلو په مټ ترسره کیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close