کرېکټ: افغان لوبډله نن له ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیلوي

عزم (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې نن ماسپښین ۱:۰۰بجه د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیل شي.

افغان لوبډله په هندوستان کې د ویسټ انډیز کوربه‌توب کوي او په دغه لوبلړۍ کې درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه پنځه ورځنۍ لوبې شاملې دي، چې د ډسمبر میاشتې پورې به روانې وي.

یادې لوبې د افغانستان پر وخت یوه بجه د هندوستان د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې کېږي، چې راتلونکې لوبه یې د شنبې په ورځ او وروستۍ لوبه یې د دوشنبې په ورځ وي او د نومبر په ۱۴، ۱۶ او ۱۸مه یې شل اوریزې لوبې وي، چې وروسته پنځه ورځنۍ لوبه پیلېږي.

افغانستان او ویسټ انډیز تراوسه پنځه یو ورځنۍ لوبې کړي، چې درې یې افغانستان او دوه ویسټ انډیز ګټلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close