فرهان يوسفزی: ورزش او لوبغاړي باید له سیاست لرې وساتل شي

عزم (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزی وايي، لوبغاړي او لوبه باید له سیاست لرې وساتل شي او لوبغاړي باید له ډلبازیو او سیاسیونو لرې ووسي.

دی وايي، د کرېکټ بورډ د نظم په ۱۴مه ماده کې هم راغلي، چې ملي لوبغاړي، تخنیکي او اداري کارکوونکي هېڅکله نه شي کولای چې د کرېکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته سياسي چارواکو سره لیده کاته وکړي او د پردې تر شاه په سیاستونو کې ښکېل شي.

«ټول هغه ملي لوبغاړي، تخنيکي او اداري کارکوونکي چې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره قراردادونه لري؛ د کرېکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته د سياسي چارواکو سره ليده کاته او د سياسي خوځښتونو برخه نه شي ګرځېدای.»

همدارنګه که ملي لوبغاړي، د تخنيکي او اداري برخو کارکوونکي له کومې ستونزې سره مخ کېږي، لومړی بايد خپلې ستونزه د کرېکټ بورډ ادارې او اړونده څانګې سره شريکه کړي.

«که چېرې کوم ملي لوبغاړی، د تخنيکي برخې کارکوونکی او یا اداري کارکوونکی له دغې مادې/فقرې څخه سرغړونه وکړي، نو د هغوی قرارداد به فسخه او د کورني یا نړيوال کرېکټ موقتي يا دايمي بندېز سره مخ کېږي.»

نوموړي لوبغاړو ته ځینې سپارښتنې هم کړي او د کرېکټ بورډ اړوند له ټولو لوبغاړو یې غوښتي، چې قانون عملي کړي او رسنیو سره دې په خپل سر مرکې نه کوي.

– د ملي لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو له لوري د رسنيو څانګې له اجازې پرته له رسنيو او مطبوعاتو سره د معلوماتو او اسنادو شريکول.

– ادارې پورې اړوند ستونزې مخکې له دې چې اړوند مسوول سره شريکې شي، رسنيو او يا ټولنيزو رسنيو سره شريکول.

– د لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو له خوا د کرېکټ بورډ ادارې پرېکړو پر خلاف د سلسله مراتبو له پام کې نيولو پرته په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو کې غبرګون ښودل او يا نيوکه کول.

– د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې پر وړاندې او يا د نظم او ډسپلېن کمېټې خلاف غیرمسولانه څرګندونې او ليکنې کول.

د کرېکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزی داسې مهال لوبغاړو ته له سیاسونو څخه د لرې پاتې کېدو سپارښتنه کوي، چې اوس مهال کرېکټ بورډ اداره له یو لړ ستونزو سره مخ شوې ده.
ډېری خلک نیوکه کوي، چې کرېکټ د یوې سیمې په ولکه کې دی او وړ لوبغاړي نه پرېښودل کېږي، چې ملي لوبډلې ته راشي او پر ځای یې زاړه لوبغاړي لوبېږي.
تېره اوونۍ د کرېکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي له ملي تلوېزن سره مرکه کې ویلي وو، چې ځینې لوبغاړي له یو ـ یو ازمايښت څخه پټ شوي وو او د کرېکټ بورډ د پخواني اجرائیه رئیس شفیق ستانکزي نوم یې واخیست، چې کرېکټ بورډ اداره یې ټیکه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close