د افغان حکومت پوځي بحران ښایي دا حکومت فلج کړي

خط اول:

سیګار د افغان ځواکونو په باب یو هیښونکی راپور خپور کړی دی. ښایي دې راپور خپله د حکومت لیکو کې هم ډېر سوالونه راپورته کړي او د هغه سر یې ګریوان ته ټیټ کړی وي.

د سیګار د راپور پر اساس د عسکرو له لیکو څخه یوازي په تیره میاشت کې له ۱۸ زرو څخه زیات چارواکي ورک شوي دي چې ډیری برخه یې ملي اردو او پاتي نور یې پولیس دي.
څه موده مخکي خو غني خپله دا اقرار وکړ چې د پاچاهۍ په دوران کې یې له پنځه څلویښتو زرو څخه زیات اردو او عسکر وژل شوي دي. دا شمیر له درې میاشتنۍ دغي احصائیې څخه څه موده مخکي ؤ. د تیرو درو میاشتو د ورکو عسکرو دغه شمیر که ورسره یو ځای شي نو تقریبا ۶۳ زره ته رسیږي. مطلب دا شو چې یوازي د غني د حکومت په دوره کې دې ادارې ۶۳ زره معلوم سړي له لاسه ورکړي دي چې د نامعلومو د شمیر په اضافه کولو به لا دا احصائیه څو ته ورسیږي.

د یو حکومت د ناکامۍ، بې وسۍ او فساد لپاره همدا کافي دي چې د پنځو کلونو په دوره کې یې دومره انسانان له لاسه ورکړي دي. ځیني داسي هیوادونه هم شته چې د هغوی د بشپړ پوځ شمیر دومره نه دی، څومره چې دلته د یو جمهوري رئیس د واک په دوران کې له منځه تللي دي.

سیاسي شنونکي د افغان ځواکونو دې حالت ته په کتلو چې نوي کسان پکي استخدام ته په هیڅ حال زړه نه ښکوي او د شته ؤ دغه حال وي چې په ۳ میاشتو کې ۱۸ زره پوځ له لاسه ورکوي، باوریان دي چې که همدا لړۍ همداسي روانه وه، هیڅ محاله خبره نه ده چې دا حکومت دي له پوځي پلوه فلج او پر ځمکه ولویږي او ښایي د طالب سره د جګړې پرمخ وړلو لپاره وزیران، مامورین او لوړ رتبه کارمندان اړ شي دا کار وکړي.

له یادو ۱۸ زرو څخه د بې شمیرو په باب اندېښنې شته چې پر حکومت بې باوره شوي او له خپلو دندو لاس په سر شوي دي چې دا د حکومت د بې اعتنایۍ، داخلي فساد او زبونتیا ادرس ورکوي. خو که کوم کسان د حکومت د دې شړیدلي حالت په اړه غږ پورته کوي او یا ولس د ادارې له داخلي بحرانونو څخه خبروي، نو هغه په مرګ ګواښل کیږي او یا هم سمدستي په ډزو ویشتل کیږي چې تازه مثال یې د قاضي حسن حقیار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close