زیات شین چای څښل کومې ناروغۍ راپیدا کوي؟

د شین چای څښل له ځان سره زیاتې ګټې لري، خو تر حد پښه اړول یې روغتیا ته زیان هم رسوي.

د روغتیاپوهانو په خبره، د زیات شین چای څښلو له امله د معدې سوځېدل، تېزابیت او د معدې نور مرضونه، د سر درد، د خوب کموالی او د اوسپنې د نه جذب کېدو ناروغۍ پیدا کېدای شي.

د معدې سوځېدل:

په خالي نس (نهاره) شین چای څښل پر معده باندې زیات بد اغېز کوي. (نو په تش نس باید ونه څښل شي.) دارنګه زیات استعمال یې د معدې تېزابیت او د معدې نورې ناروغۍ راپیدا کوي – په ځانګړي ډول اومیندوارې ښځې باید له زیات شین چای څښلو ځان وساتي ځکه د معدې ناروغۍ ورته پیدا کوي.

بې خوبي  او سردرد:

په شین چای کې د کیفین په نوم مواد دي. د دې زیاتېدل د خوب مخه نیسي، سردرد ورسره پیدا کیږي او د خوا-ګرځۍ حالت ورسره راپیدا کیږي. (د کیفین کچه باید نورماله وساتل شي). نو زیات شین چای څښل د کیفین له زیاتېدو سره مساوي دي. چي خوب کم شي، ناارامي ورسره زیاتیږي او پورته یادې شوې ستونزې ورسره راپیدا کېدای شي.

د اوسپنې د جذب کمېدل:

اوسپنه یا آیرن د بدن د روغتیا او سالمیت لپاره زیاته اړینه ده، خو په شین چای کې موجود د کیټینچس په نوم مواد بدن ته د دې په جذب کې ستونزې راولاړوي.

نو څومره شین چای باید وڅښل شي؟

اوس به درته معلومه شوې وي چې تر حد زیات شین چای څښل روغتیايي ستونزې راولاړولای شي، نو ځکه یې باید د استعمال اندازه معتدله وي. روغتیاپوهان وايي، په ورځ کې باید له ۲ تر ۳ پیالو شین چای وڅښل شي – تر دې زیات استعمال یې د روغتیا لپاره زیانمن ثابتېدای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close