اشرف غني د ځانګړو کوډونو له لارې سلګونه میلیونه افغانۍ بودیجه حیف ومیل کړې

عزم(سه شنبه، لړم ۱۴ ،۱۳۹۸)هغه اسناد چې د ولسي جرګې د مالي او اداري کمیسیون لخوا د طلوع نیوز په واک کې ورکړل شوي، ښیي چې د مالیې وزارت لخوا د ۹۰ او ۹۱ ځانګړو کودونو ته چې یواځې ولسمشر یې واک لري؛ تیر کال یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

 

دغه میلیاردونه پیسې چې په بیلابیلو مواردو
کې د ارګ لخوا لګول شوې د دولتي بودیجې څخه ورکړل شوې، چې حساب کتاب یې لا هم نه دی معلوم.
د ولسي جرګې غړي وایی، ځانګړو کوډونو ته د دغو پیسو انتقال له تیرو څوکلونو راپه دې خوا چې ګډحکومت رامنځته شوی، پیل شوی چې لا هم دوام لري.
اسناد ښیي چې تیرکال له تخصیص پرته یو میلیارد او او ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د ۹۱ کوډ ته زیاتې شوې چې دا شمیر د کال ترپایه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونو ته لوړ شو؛ دغه راز د ۹۲ کوډ ته هم یو میلیارد او ۵۰۰ میلیون افغانۍ د وکیلانو په حضور کې زیاتې شوې، چې درې سوه میلیونه نورې د مالیې وزارت له خوا په پټه ورلیږل شوې دي.
د استازو د مجلس غړی منور شاه بهادر زاده وایي، په دې برخه کې ستونزې ډیرې دي او هیڅ حساب ورکول شتون نه لري.

د ولسي جرګې یو بل غړی جاوید صافی بیا وایي چې حکومت باید د دې پیسو د سرنوشت ځواب ورکړي چې څنګه او چیرته یې لګولې دي.

د ارزونې د کمیټې پخوانی مرستیال سید محمد حسني وایي، هغه مهال چې له یوه کوډ څخه بل ته پیسې لیږل کیږي، زیات مشکلات رامنځته کوي چې د دې لامل کیږي ترڅو د لګول شویو پیسو سرنوشت نامعلوم پاتې شي.

ځینې سرچینې وایي، ولسمشر غني له ۹۱ او ۹۲ کوډونو څخه د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاینونو کې استفاده اخیستې او ټوله دولتي بودیجه ېې په کمپایني غونډو لګولې ده، هغه ادعا چې د نوموړي انتخاباتي سیالانو هم په وار وار کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close