چېرته اسلام او چېرته د لوېدیځ منفور جمهوري نظام:

فضل المنان سعید
د اسلام او جمهوریت د تطبیق فکر غلط فهي ده، اسلام او جمهوریت داسې سره ضد دي چې یو والی یې ناشونی دی، د جمهوریت د مروج نظام اساس پر دې تصور دی چې ټولنه پخپله واکمنه ده، او د قانون واګې د خلکو په خوښه د حکمران لاس کې یي، دوی چې هر قانون پلی کول غواړي پلی کؤلای یې شي، البته اسلام دا فلسفه په کلکه ردوي، او قانون د اسلامي تعلیماتو له مخې جوړؤلو پیغام لري.
تاسو ښه پوهېږئ چې اسلام د خلافت داعي دی، پر دې اساس د هر مملکت واکمن د نبي علیه السلام د نائب او خلیفه په حیثیت د الله پر ځمکه د الله د احکاماتو د نفاذ پابند دی.
حضرت شاه ولی الله رحمه الله د خلافت تعریف دا ډؤل کوي:

“مسئلہ در تعریف خلافت: ھی الریاسة العامة فی التصدی لاقامة الدین باحیاء العلوم الدینیة واقامة ارکان الاسلام والقیام بالجھاد وما یتعلق بہ من ترتیب الجیوش والفرض للمقاتلة واعطائھم من الفییٴ والقیام بالقضاء واقامة الحدود ورفع المظالم والأمر بالمعروف والنھی عن المنکر نیابة عن النبی صلی الله علیہ وسلم۔”

(ازالة الخفاء ص:۲)

ژباړه:

د خلافت معنی ده: د نبي صلی الله علیه وسلم په نیابت کې د دِین نافذؤلو لپاره د مسلمانانو مشر جوړېدل، دِینی علوم ژوندي ساتل، ارکانِ اسلام نافذؤل، جہاد قائمول، او د متعلقاتِ جهاد انتظام کۇل هغه لکهً: لشکرونه مرتبؤل مجاہدینو ته وظائف ورکؤل مالِ غنیمت دوی کې تقسیمؤل، قضا او عدل قائمؤل حدودِ شرعیه نافذ کؤل او مظالم رفع کؤل، د امر بالمعروف اور نهی عن المنکر فریضه ادا کول.”

د دې پر ضد جمهوریت کې د خلکو نمائندګي اړینه ده، جمهوریت هغه نظام دی چې د خلکو منتخب حکومت د خلکو په رایه د خلکو لپاره جوړېږي، د زیات نفوس لرونکي سیاسي ګوند مشر حاکم وي، او خلکو ته ځواب هغه وایي.

د جمهوریت لاره له اسلام همدلته لومړي ګام کې جلاکېږي:

ولې چې خلافت د نبي علیه السلام د نیابت تصور وړاندي کوي، خلافت د مسلمانانو پر د اِقامتِ دِین ضمانت عائدوي، اما جمهوریت له الله او رسول سره هیڅ تړاو نه لري، اقامة دین سره هیڅ ارتباط نه لري، مروج جمهوري نظام یوازې او یوازې د د خلکو د خواهشاتو تکمیل دی، او د هغوی د منشاء مطابق د قانون سازی پابند دی.
اسلام د منصبِ خلافت لپاره ځانګړي شرائط لري مثلا: مسلمان به وي، عاقل او بالغ به وي، سلیم الحواس به وي، رجل به وي، عادل به وي، د اَحکامِ شرعیه عالم به وي، اما جمہوریت د دې شرائطو قائل نه دی، جمہوریت وایي چې کوم ګوند چې اسمبلۍ کې زیات نشستونه حاصل کړل، د خلکو د نمائندګۍ حق ورته حاصل دی، جمهوریت له دې نه ږغېږي چې دا مسلمان دی که کافر دا ښه دی که بد متقي دی که بدکار د شریعت پابند دی که فاجر او عیاش، د واکمنۍ لائق او اهل دی که نا اهل او جاهل. غرض دا چې جمهوریت کې د خلکو خوښ او ناخؤښ تر ټولو غټ معیار دی کله جې خلک یو څوک خؤښ کړي بیا دا شرائط لغو او بې کاره دي، او کوم سیاسي نظام چې شریعت خلکو ته وړاندې کړی بې مانا دی.
خلافت کې تر ټولو لؤړ قانون او مرسوم قرآن دی که چېرته مسلمانان له خپلو حکمرانانو سره په نزاع اخته شي، فیصل به الله او رسول وي، د کتاب او سنت په رڼا کې به حل او فصل کېږي، د کوم لحاظ چې پر راعي او رعایا دواړو لازمه ده، اما د جمهوریت فتوی د مملکت آیین دی، آیین تر ټولو مقدس دی، تر دې چې عدالت هم د آیین خلاف فیصله نه شي کولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close