امریکایان ولسي ټول وژنه کوي؛ خو ولس بیا مستعارغبرګون ښیي

لیکنه : جعفر عمریار
د امریکا د دفاع وزارت په یو راپور کې راغلي چې امریکا په تېره سپټمبر میاشت کې یوولس سوه بمونه په افغان خاوره اورولي دي چې په منځني ډول په هره ورځ یې څلوېښت بمونه پر مونږ را غورځولي دي.
د ولسي راپورونو او غبرګونونو له مخې د دغه بمباریو ۹۹ سلنه قربانیان ولسي خلک، ښځې، ماشومان او بوډاګان دي، چې د دې ګڼې ډېری برخه یې بیا هغه بې وزله کلیوال اوسیدونکي دي چې د اقتصادي او کلیوالي ستونځو له کبله د جګړې له ډګره د تېښتې وس نه لري.
دا چې د دغه ډول بمباریو د ولسي او کلیوالي تلفاتو او وژنو راپورونه د مزدورو او کفر پلوه رسنیو له لوري نه رسنیز کیږي او تل یې د تلفاتو ارقام سانسور او له نړیوالو پټ ساتل کیږي.
دا چې امریکا خپل ځان نړیوال ځواک بولي او په دې خاوره کې په ګونډو شوې بریښي؛ نو غواړي د خپل نړیوال پرستیژ د اعادې په پار او له دې ولسه د غچ اخیستلو په خاطر دغه ډول کړنې او عام وژنې تر سره کوي. د نښو نښانو له مخې په ننۍ نړۍ کې داسې یوه حقوقي مرجع نشته چې امریکا ته ووایي چې ( مه کوه!) یا خو لږ تر لږه ورته له دغه ځناورتوبه شکایت وشي، حتي ډېری نړیوال د اسلامي هېوادونو چارواکي او حکام، د کابل اداره او د دغه ادارې فاسق او ظالم چارواکي په دغه ټول وژنه کې له امریکایانو سره همغږي دي، دوی غواړي د دوی د دغه روان آیډیالوژیک او جګړییز زوال غچ په ولسي ټول وژنو واخلي؛ دا ځکه چې په افغانستان کې د امریکا دغه معاصره ماتې د ختیځ او لویدیځ کفري ځواکونو او د دوی د ټولو لاسپوڅو د ورکې په مانا ده، نو دوی په هېڅ ډول نه غواړي چې د تل لپاره ورک شي.
حللاره څه ده؟
ولس باید دغه ډول ځناورتوب او عام وژنو ته خاموش او بې برخلیکه پاتې نه شي، دا چې له نښو له ورایه څرګندیږي چې ښکېلاکګر او د دوی داخلي غلامان د خپلې ورکې او ماتې په وخت کې تل دغه ډول عام ناتارونه جوړوي، نو باید د امریکا او په دې خاوره د دوی د اخلي غلامانو د پوره او بنسټیزې ورکې په موخه عام او ښکاره ولسي پاڅون وکړي، دغه پاڅون باید له اوسني مستعار او زېرزمیني بڼې را ووځي؛ کلیوال او ښاري ښکاره بڼه غوره کړي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ[ الحج : 40 ] ژباړه: اې مؤمنانو که چیرې د الله د دین مرسته وکړئ؛ نو الله به ستاسې مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به ثابت کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close