څلور ډوله خلګو ته حیران یم

عبدالله عزام

• هغه سړي ته زه حیران یم چې په غم سره ازمویل شوی وي خو بیا هم له دې آیت څخه غافل وي:
لااله الاانت سبحانک اني کنت من الظالمين
«پروردګاره! له تا پرته هیڅ یو معبود نشته، ته پاک ذات یې. بېشکه زه له ظالمانو څخه شوم.»
آیا پوهیږئ چې له دې وروسته الله تعالی څه ځواب ورکړی دی؟
الله جل شانه له دې وروسته فرمایي:
فاستجبنا له و نجیناه من الغم
«مونږ د هغه دعا واورېدل، هغه ته مو له غم څخه خلاصون ورپه برخه کړ او مونږ مؤمنانو ته همداسي خلاصون ورکوو.»
• هغه چاته حیران یم چې په ناروغي سره وازمویل شي خو له دې آیت څخه غفلت کوي:
• رب اني مسني الضر و انت ارحم الراحمین
«ای پروردګاره! زه په دې ناروغي کې راګیر یم او ته له رحم کونکو څخه زیات رحم کونکی یې.»
آیا خبر یاست چې د دې په ځواب کې الله تعالی څه فرمایي؟
مهربان رب فرمایي:
فاستجبنا له و کشفنا ما به من ضر
«مونږ د هغه دعا واورېدل او څه تکلیف چې هغه ته رسېدلی ؤ هغه مو ترې لري کړ.»
• هغه چاته حیران یم چې په ویره سره وازمویل شي خو له دې آیت څخه غافل وي:
حسبناالله و نعم الوکیل
«زمونږ لپاره هماغه الله کافي دی او هغه ښه کارساز دی»
آیا پوهیږئ چې د دې په ځواب کې الله تعالی څه فرمایي؟
الله جل وعلا فرمایي:
فانقلبوا بنعمة من الله وفضل لم یمسسهم سوء
«(نتیجه داشوه) چې هغوی د الله د فضل او کرم سره راستانه شول، هغوی ته هیڅ بد ونه رسېدل»
• هغه چاته حیران یم چې د خلګو په چال او مکر سره وازمویل شي خو له دې آیت څخه غافل وي:
و أفوض امري الی الله ان الله بصیر بالعباد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close