په افغانستان او میانمار کې مسلمانان د ظالم تر چاړې لاندې

ابوبکر مهاجر

همدا اوس تسنیم خبري شبکې راپور خپور کړی چې هغه لسګونه زره مسلمانانن چې له میانمار برما څخه یې بنګله دیش ته هجرت کړی ؤ یوې مرګوني جزیرې ته د حکومت له لوري استول کیږي.

حکومت پلان لري چې لسګونه زره هغه مسلمانان چې د برما له زړه بوږنونکو وحشتونو او جنایتونو څخه د خلاصون په پار یې دلته پناه راوړې وه، یوې داسي خطرناکي جزیرې ته انتقالوي چې یوه نیمه لسیزه عمر لري او تل د سختو توپاني هواګانو او سیلابونو شاهده وي.

دغه مسلمانان واقعا د پاڼ او پړانګ تر منځ دي چې نه خو هم دې په سترګو لیدونکي مرګ ته غاړه ورکولی شي او نه هم بیرته خپل هیواد ته ستنېدلای شي، ځکه چې هلته وحشي صفته حکومت د مسلمانانو له غوښو څخه کبابونه جوړوي او خوري یې. هلته د بې ګناه مسلمانانو ذبح کول، د بدن غړي ترې غوڅول، ژوندي پوستول، په تبرونو ترې سرونه غوڅول، له مېرمنو په ژوندوني تي غوڅول او داسي نوري زړه لړزونکي کړني شاملي دي چې په اورېدلو سره یې د بدن ویښته شخ دریږي.

همدغه ظلمونه په افغانستان کې هم ترسره کیږي خو نوعیت یې بدل دی. که څه هم د نړیوال څار سازمان تیرو ورځو کې د سي آی اې په ملتیا د رامنځته شوو ګډو ځواکونو کړني او شپنۍ چاپې بشر ضد وبللې، هغوی یې په جنګي جنایتونو او د مظلوم ولس په وژنو تورن کړل او د هغوی د منحل کېدو غوښتنه یې وکړه، خو داسي بریښي چې هغه خبري او دعوې صرف رسمي وې نور یې نه هیڅ حقیقي بڼه درلودل او نه یې هم د سي آی اې او ګډو وحشي صفته ځواکونو په دریځ کې هیڅ نرمښت راوست.

له دغه راپور وروسته تازوه ګډو ځواکونو په بلخ ولایت کې پر عامو ولسي وګړو چاپه وهلې او په ترڅ کې یې دوه تنکي ماشومان شهیدان کړي او تر څنګ یې خلګو ته دروند مالي زیان اړولی دی. او په هلمند کې یې د چاپې پر مهال د مسجد ملا امام د خپلو دوو تنو شاګردانو په ګډون په شهادت رسولي دي.

د دوی جګړه دلته د طالب پر وړاندې نه ده، بلکي د عامو ولسي وګړو تر څنګ یې تنکي ماشومان، مېرمني، څاروي د خلګو شتمنۍ او مالونه حتی ولاړ دیوالونه هم دوی د دښمن په حیث پېژني او د ځمکي سره یې برابروي. نوموړي ځواکونه نه یوازي د مظلومو هیوادوالو پر وژلو او زنداني کولو بسنه کوي، بلکي د ولس شتمني د سوزولو او په بمونو د الوزولو تر څنګ غلاوي هم کوي. د مېرمنو په جامو، صندقونو او الماریو کې ګرځي، او پر هر قیتمي شي چې یې لاس بر کیږي د ځان سره یې وړي او غلا کوي یې. دا په دې معنی چې دوی ته د ولس وژني او بې رحمانه قتلونو د درس تر څنګ د غلا، چور، لوټ او تالان تعلیم هم ورکول کیږي او دا کرایه شوي اجرتي قاتلان هر هغه ناجائز عمل ترسره کوي کوم ته چې یې بادار اشاره کوي.

خو افسوس پر هغو افغانانو چې پر دې هر څه ناوړه کړنو او وحشتونو یې سترګي پټي دي او دغو د چنګیز بچو ته اتلان یا هیواد ساتونکي وايي. هغوی یې د څه غم کوي، دوی خو په خپلو نشو، میلو او تماشو کې ډوب دي دوی د ملت او ولس له غمه څه خبریږي. هغوی ته د دې درد احساس څه کیږي چې څلور ځوانان زامن دي پر وړاندې په مرمیو غلبیل کړي دا څومره سخته ده او ناوې چې کور د دیرشو نورو افرادو په ګډون د سرو لاسونو سره ګور ته وړل کیږي، دا پر زړه څنګه تیریږي او درد یې غر ویلي کوي او کنه؟؟!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close