ځینو قلموالو ته..!

صفي الله “رائد”

هغو قلموالو ته چې دمګړۍ یې د قلم څوکې د بل مسلمان ورور پر عزت، حیثیت او شخصیت ړنګونه او ځانښودنه نڅېږي؛ څو کرښې..!

داچې د انسان ټول ژوند او چاپېريال په علمي لاس‌ته راوړنو پوښلی دی. د علم له پرمختګ پرته ناشونې وه چې انسان د پرمختګ او تمدن دې پوړ ته ورسيږي. د علمي لاس‌ته راوړنو په سيوري کې انسان توانېدلی چې نسبي آرامي ومومي او نور په غارونو او ځنګلونو کې ژوند ونه کړي خو! زموږ په اسلامي ټولنه کې د علم او پوهې ترڅنګ چې خورا ډېر اهم او د ژوند ښـکلا او ښایست ګڼل کېږي، هغه (ادب) دی.

داچې علم او پوهه بېل شی دی او ادب بېل؛ په اړه یې دلته څو کرښې لیکل غواړم .

ادب: د ادب لغوي مانا تهذيب دی،
دا په اصل کې (هذب) دی چې د (بې عيبه) مانا لري. د هذب کلمه په اصل کې د هغې ونې دپاره کارېږي چې ځينې څانګې او ښاخونه يې قطع شول او صافه به شوه، وروسته دا کلمه له محسوساتو نه معنوياتو ته ولېږدېده او هغه چا ته به هم وويل شول چې عيبونه به يې ورک شول او مهذب به شو.
اهل لغت ټول پدې باندې متفق دي چې د مهذب کلمه د يوه کامل انسان د پاره د ونې له تهذيبه رانقل شوې ده.

څنګه چې معنوي او عقلي امور له حسي شيانو ځخه ماخوذ دي لکه د عقل کلمه چې د اوښ له جلب، عقل، عقال ځخه ماخوذ ده. نو د هذب کلمې ذ په دال بدل شو او دغه ابدال په عربي کې ډېر مثالونه لري. لکه هذم، هدم، جدم، جذم، د قطع په مانا (ه) په (همزه) بدله شوه او دا ابدال هم په عربي کې متارف دی لکه اهل، آل، ماه، مه او داسې نور. نو هذب هدب شو او هدب په ادب بدل شو.
ادب: په اصطلاح کې ښه خوی، کړه وړه او ښو اخلاقو ته ویل کېږي.

هو! ادب یوه داسې ښکلا ده چې د خلکو په ذهن، روح، عقل او زړونو ننوزي. نوځکه خو ادب پخپله جامه کې سیاسي، کلتوري، فکري او هنري رول هم لوبولای شي.

خو! علم: بیا د ناپوهۍ پر وړاندې نسبي پوهې ته ویل کېږي.
ځینې وایي: د علم زده‌کړه خپله د علم لپاره نه بلکې له هغه څخه په عمل کې د ګټې اخستو لپاره ده.

په دې اړه اګوست کنت وايي:
«علم د وړاندوينې لامل دی او وړاندوينه عمل رامنځته کوي؛ هغه کړنه چې د انسان غوښتنو ته ځواب وايي.»

دلته خبره بېرته زموږ اصلي مقصد (ادب) ته راګرځي؛ داچې د علم زده کړه مو په عمل کې د ګټې اخیستو لپاره وګرځېده، نو له ادب پرته یې ګټه بیا نیمګړې ده؛ ځکه دین ټول په ټوله ادب دی؛ (الدینُ کُلُّهُ ادبْ) او په اسلامي ټولنه کې د یو بې ادبه انسان ژوند دې فکر نه کوم چې له ستونزو څخه خالي وي.

هو! اوسنۍ ټولنه کې موږ هم ځینې قلموال او تحصیل یافته ورونه لرو چې ځانونه ښه کلک او فعال مبارزین بولي مګر، له ادب څخه په پوره مانا بې برخې او ناخبره دي؛ ځکه څه یې چې زړه غواړي هغه لیکي/وایي/کوي.
خوا که هر ځای، او د هر چا پر وړاندې وي، چې څنګه یې زړه وغواړي قلم پرې نڅوي.

هو! دوي پر هېچا په هېڅ وخت او په هېڅ صورت نه دي بند؛ بس چې څه وغواړي هغه لیکي.

خو! دوی باید په دې پوه شي؛ چې په ټولنه کې د داسې یو بې ادبه قلموال، لیکوال او عالم څخه، با ادبه جاهل (چې علم او پوهه نه لري مګر، ادب لري) په ټولنه کې ډېر محبوبیت لري او خلک یې ډېر خوښوي..! ځکه نورو ته یې شر تر بې ادبه لیکوال کم وي!

” عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايې:
خپل ځوی ته ادب ور زده کړه، ځکه د هغه د تعليم او ادب په اړه به له تا څخه پوښتنه کيږي.”

هو! کله چې په ټولنه کې یو شخص دعلم ترڅنګ ادب او تربیه و نلري، هغه د خلکو پر وړاندې منفور ګرځي؛ او منفور شخص بیا په ټولنه کې نه داچې پرمختګ نشي کولای؛ بلکې خپل حیثیت او شخصیت هم له لاسه ورکوي.

که موږ په یوې ټولنه کې وګورو ډېر داسې قلموال هم شته چې دمګړۍ یې د قلم څوکه د یو بل مسلمان ورور پر عزت، حیثیت، شخصیت ړنګونه او ځانښودنه کې نڅېږي.

هو! هغه قلموال او لیکوالان چې ځانونه کلک او فعال مبارزین بولي مګر د ډېرې بې ادبۍ له کبله یې له قلم څخه کولنګ جوړ او د خلکو پر عزت، حیثیت او شخصیت ړنګولو بوخت دي؛ د داسې خلکو تر ژوند، نه ژوند ژوندیو ته سکون وربښي. هو! دوی چې نه وي لابه ښه وي.
د دوی تر مبارزې نه مبارزه غوره بولم؛ د دوی تر فعالیت نه فعالیت بهتر او د دوی تر شتون نه شتون سل وارې بهتر دی.

هو! دوي دې له ادب پرته د قلم پر مټ خپلې مبارزې(!) ته هېڅکله د مبارزې نوم نه ورکوي؛ دوی دې په هر حال ادب او تربیې ته لومړیتوب ورکړي؛ ځکه چې ( دین ټول په ټوله ادب دی).

صفي الله رائد
۴ نومبر ۲۰۱۹

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close