امریکايي نظامیان: افغان جګړه کې ښکيليدل ستره تېروتنه ده

عزم(دوشنبه، ۱۳ لړم ۱۳۹۸): نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې لیکلي چې په لوړه سلنه امریکایي سرتېري په افغانستان او عراق کې د امریکا د جګړې دوام تېروتنه بولي.

ورځپاڼه لیکي چې د تازه نظر پوښتنې له مخې ۵۸ سلنه امریکایي متقاعد جنرالان په عراق او افغانستان کې د جګړې د دوام مخالف دي او دا جګړه تیروتنه بولي.

نیویارک تایمز ورځپاڼې همدا راز د عامو خلکو د نظر پوښتنې شمیره هم ښودلې او ویلي یې دی چې ۵۹ سلنه عام امریکایان هم د دې جګړې سره مخالف دي او د یادې جګړې دریدل غواړي.

دغو امریکایانو ورته ویلی چې امریکایان دې دغې تیروتنې ته د پای ټکی کیږدي او خپل عسکر دې نور کور ته راستانه کړي، د القاعده مشر و وژل شو، خو مونږ لا هم هلته ملیونونه ډالر لګوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: