ویسا: امریکا دوه انتخابه لري؛ له افغانستانه وتل او د جګړې غځول

عزم (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د امریکا له لوري د هوايي بریدونو په شمېر کې د ډېروالي او ورسره د سولې په موضوع بحث کړی دی.

ورځپاڼې« امریکا سوله غواړي که د جګړې دوام؟» تر سرلیک لاندې لیکلي، د امریکا دفاع وزارت وايي، چې په تېره سپټمبر میاشت کې پر افغانستان ۱۱۱۳بمونه غورځولي، یعنې هره ورځ یې پر افغان خاوره څلوېښت بمونه غورځولي دي؛ خو ورسره د سولې خبرې هم ګرمې ساتي.

«طبیعي ده چې په دې یوولس سوه بریدونو کې په زرګونو کیلو ګرامه باروت او اوسپنې پر افغان خاوره او یا په ریښتینې معنا د افغان ولس پر کلیو او کورونو اورېدلي دي. چې د توغندیو او بمونو په داسې لوړه کچه اورولو کې به زموږ پر ولس قیامتونه راکوزېږي. دلته ډېره عجیبه دا ده چې له دې سره هممهاله امریکا له طالبانو سره د سولې هڅې هم کوي چې دا دی بهیر یې له سره د پیلېدو په درشل کې دی او ډاکتر خلیلزاد یو ځل بیا په دې ماموریت د سیمې په شمول د کابل سفرونه ترسره کړل.»

د ویسا په باور، زلمي خلیلزاد د افغان سولې اړوند د سیمې د هېوادونه سفرونه وکړل، کابل ته هم راغی، خو د دې سربېره بیا هم په هوايي بریدونو کې زیاتوالی هغه څه دي، چې په اړه یې باید سپیناوی وشي.

«د خلیلزاد د سولې ماموریت د سپینې ماڼۍ له دې اعلان سره پیل شوی چې نور امریکا نه غواړي په افغان جګړه کې ښکېله پاتې شي او ټرمپ له افغانستان نه د خپلو پوځونو د بشپړ اېستلو پرېکړه کړې ده. که څه هم د امریکا ولسمشر شا و خوا درې میاشتې وړاندې د قطر د سولې خبرې اترې لغوه کړې، خو له دې سره د امریکا د حکومت دغه خبره د پرېکنده تصمیم په بڼه بیا هم څو ځله تکرار شوه چې امریکا په افغانستان کې جګړه پایته رسوي او خپل ټول پوځونه به باسي. اوس یوه لور ته د سولې خبرې او هڅې، او بل لور ته په افغانستان کې په منځنۍ کچه د ورځې څلوېښت ځله هوایي بریدونه څه معنا درلودای، شي آیا امریکا په افغانستان کې جګړو او مرګونو ته دوام ورکوي او که د پای ټکی ور ته ږدي؟»

یو دا چې امریکا عملاً د جګړې او سولې له هممهاله تګلارو څخه یوه پرېږدي او بله را ټینګه کړي. دوهم صورت دا دی چې بل ځواک را وټوکېږي او له امریکا وغواړي چې خپله تګلاره روښانه کړي، ځکه تر اوسه

ورځپاڼې اندېښنه ښودلي، که د امریکا یکه تازي همداسې روانه وي او اشرف غني بیا بریالی اعلان شي، نو د افغان جګړې د پای هېڅ څرک نه لګېږي؛ ځکه اشرف په افغانستان کې جګړه غواړي او حتا د امریکايي عسکرو په وتلو خواشیني ښيي.

«امریکا یکه تازه ده. دغه بل ځواک افغان ولس او د سیمې شا و خوا هېوادونه کېدای شي، د سیمې هېوادونه د افغان جګړې د دوام په باب اندېښنې ښیي، د روسیې، چین او ایران لخوا د داعش او د امریکا د تګلارو په باب اندېښنې څو ځله ښودل شوې دي. خو په دې کې تر ټولو مهم افغان لوری دی ځکه چې تر اوسه اور زموږ پر ولس بل دی او د جګړې او بدمرغۍ اصلي مرکز افغانستان دی.

د افغان ولس د برخلیک خبره اوس د انتخاباتو له پایلو سره تړلې ده، که اشرف غني بریالی اعلان شي، د دې تمه نشته چې د امریکا په سیاستونو کې داسې څرګند وضاحت راشي چې زموږ ولس د یوې بدنامې جګړې له لمبو نه را ووزي. خو د همدغه حالت دوام هم نه یوازې افغان ولس بلکې د سیمې هېوادونو ته هم هېڅکله د زغم وړ نه دی، خو بدلون ته یې داسې زعامت په کار دی چې ولس یې تر شا ولاړ وي.  موږ به په راتلونکې کې داسې زعامت ولرو؟»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close