مسیر: د ټاکنو د پایلو په اړه لا هم کومه هیله نه‌شته

عزم (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په اړه بحث کړی دی. ورځپاڼې« ټاکنې، پېچلي کارونه او ورکې پایلې» تر سرلیک لاندې لیکلي، د درملوګ کمپنۍ ۸۶زره رایې نورې هم لغوه اعلان کړې او کېدای شي نورې رایې هم لغوه شي.

«د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تړاو په وروستیو بدلونونو کې ۸۶ زره نورې رایې هم د درملوګ کمپنۍ له‌ خوا باطلې بلل شوې دي. له دې سره د ټاکنو کمېسیون وايي چې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او ورسره تفتیش هم پیلوي. بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د دوی له خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ۱۸۰۰ محلونو اسناد ورسپارل شوي چې رایې یې باید له سره وشمېرل وشي. کمېسیون وايي، دا چاره به دری ورځې وخت واخلي.»

ورځپاڼه لیکي، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې لا هم ځینې پوښتنې شته، چې تراوسه ځواب شوي نه دي. درملوګ کمپنۍ څومره د باور وړ ده؟ لغوه شوې رایې په رښتیا جعلي وې او ګڼې نورې پوښتنې هم بې‌ځوابه پاتې دي.

«که څه هم کمېسیون په چارو کې د پرمختګ ادعا کوي، خو اساسي پوښتنې شته چې لا هم بې ځوابه پاتې دي. د درملوګ کمپنۍ څه ډول کار کړی او ایا کمېسیون ته په تخنیکي لحاظ معلومیږي چې درملوګ باطلې کړې او یا د باور وړ ګڼلې رایې، رښتیا هم په راڼه ډول ثابتې کړې دي او که نه. درملوګ یوازې پرېکړه کړې او پایله یې کمېسیون ته ورکړې ده، کمېسیون هم پرته له دې چې په تخنیکي لحاظ پر دې پوه شي او خپل متخصصین یې تایید کړي او یا هم پکې ښکېل وي، دا پایله منلې او پر اساس یې اجراأت کېږي. له بله اړخه ملعومه نه ده چې د بیاشمېرنې او تفتیش پر مهال به نورې رایې هم باطلېږي او که به باطلې شوې رایې بېرته سمې شمېرل کېږي. که دا کار کېږي، پر کوم اساس کېږي او بیا د درملوګ د سیسټم مانا څه شوه؟ که په بیاشمېرنه او تفتیش کې رایې نه باطلېږي او نه هم باطلې رایې د باور وړ ګرځي، نو تفتیش او بیاشمېرنه څه مانا لري؟»

د سرلیکنې لیکوال لا هم باوري نه دی، چې د ټاکنو کمېسیون دې پر وخت د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان کړي؛ ځکه په دغه کمېسیون کې هره ورځ نوې ستونزې پیداکېږي.

«له بله اړخه لا هم پر کمېسیون شکونه دي چې دوی دې وتوانیږي چې ټاکنې پر خپل وخت اعلان کړي، ځکه چې ټاکل شوې وه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې تلې میاشتې په ۲۷مه اعلان شوې وی، خو د ټاکنو کمېسیون پر ټاکل شوي وخت د پایلو پر اعلانولو ونه توانېد. وروسته بیا وویل شول چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم میاشتې په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه نوره هم وغځوله او د لړم ۲۳مه یې د لومړنیو پایلو د اعلان ورځ وټاکله. اوس هم چې کارونه څه ډول روان دي او کارونه ورځ تر بلې پېچلي کېږي، نو وېره ده چې د ټاکنو پایلې به تر دې هم وروسته اعلان شي. له دې سره یوازې د دې یو میاشتې د ځنډ خبره نه ده، بلکې که ټاکنې دویم پړاو ته ځي او ښکاري هم چې ځي، نو دا اووه – اته میاشتې ځنډ دی چې مسوولیت به یې مخامخ د کمېسیون پر غاړه وي.»

مسیر لیکلي، که ټاکنې دویم پړاو ته ځي، نو دا ځل به پکې بېخي کم خلک برخه واخلي؛ ځکه خلک نور په ټاکنو بې‌باوره شوي او نور په داسې ټاکنو کې برخه نه اخلي، چې پایلې یې بهرنیان اعلانوي.

«اوس چې خلک د ټاکنو د پایلو انتظار باسي، هغوی چې رایه یې ورکړې، لویه برخه پښېمانه دي او که دویم پړاو ټاکنې کېږي، تر دې به هم کم خلک پکې برخه اخلي. له بله اړخه هېڅ وخت زموږ ټاکنې داسې د بهرنیانو په لاس کې نه وې، لکه اوس چې دي. هر څه سیسټم کوي او سیسټم د بهرنیانو ( درملوګ) په لاس کې دی. د کمېسیون چارواکي یوازې هغه څه خلکو ته وايي چې درملوګ یې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي. په دې ډول زموږ د ټاکنو پایلې د کورني فساد، درغلۍ، بهرنۍ دسیسې او د کمېسیون د بې کفایتۍ له امله ځندېږي او ښايي موږ یو بل کړکېچ ته بوځي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close