مسجدونه څوک نړوي؟

عزم( دوشنبه، ۱۳۹۸ کال، د لړم ۱۳)
لیکنه: جعفر عمریار
(لومړۍ برخه)
پر افغان خاوره له امریکایي یرغل سره جوخت په دیني مرکزونو، مسجدونو او د غیر مسلمانانو په عبادت خونو بریدونه پیل شول؛ په داسې حال کې چې له دې وړاندې د داخلي جګړو، شوروي یرغل او بریتانوي یرغلونو په لړ کې په مسجدونو د بریدنو او نړولو کومه ځانګړې پېښه نه ده ثبت شوې.
د شواهدو او نښو نښانو له مخې د دغه ډول بریدونو عاملین افغان حکومت، داعش، امریکایي بلک واټر، ایراني فاطمیون او حزب لات ډلې په ګوته شوې دي، چې ډېر ځله یادو ډلو نېغ په نېغه د دغه ډول بریدونو پړه هم په خپله غاړه اخیستې ده. اما سوال دادی چې د مسجدونو نړولو اصلي عاملین څوک دي؟ دوی د کومو موخو لپاره او د کومو پلانونو له مخې دغه ډول بریدونه تر سره کوي؟
کله چې امریکا د خپلو استکباري، طاغوتي او استعماري ځانګېړنو له مخې په افغانستان کې سوچه اسلامي نظام ړنګ کړ او په ځای یې له بشري اندونو زیږېدلې ډېموکراسي او له ډېموکراسۍ زېږېدلی جمهوریت زمونږ په خلکو واکمن کړ، له همغه لومړیو د دیني مقدساتو، شعائرو، مسجدونو او مدرسو په سپکاویو او نړولو پیل وشو. اما کله چې د ۲۰۱۴ کال له بې برخلیکه ټولټاکنو وروسته د جانکیري په منځګړيتوب او حکمیت سره د نړۍ د دوهم متفکر مغز اشرف غني په مشرۍ د ملي یوالي حکومت د دې خاورې په اوسيدونکې په جبر او اکراه سره وتپل شو، د متفکر د واک له لومړیو د مساجدو نړولو پروسې منظمه، سیستماتیکه او پلانېزه بڼه غوره کړه.
څو ورځې وړاندې د اکتوبر په ۱۸ نېټه د جمعې په ورځ د ننګرهار د هسکې مېنې په جودري مسجد کې د جمعې په لمانځه کې له لمونځ کوونکو ډک مسجد ونړول شو، چې د ۷۴ لمونځ کوونکو د شهادت ترڅنګ یې مسجد هم شهید اوله خاورو سره بربر کړ. د پېښې مسئولیت په ښکاره په داعش ور وتپل شو خو په رسمي بڼه د پېښې مسئولیت نه افغان دولت او نه هم داعش په غاړه واخیست. په همدې ورځ د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په غوزبه کلي کې پخوانی مسجد د داخلي او بیروني کفارو په شپنۍ چاپه کې په بشپړل ډول ونړول شو. د همدې کال په لومړیو کې په خوست کې د کمپیان ځواکونو له لوري په مساجدو بریدونه او د لمونځ کوونکو شهادت د یادولو وړ دی. دې پېښو ته ورته د یوې شپنۍ چاپې په ترڅ کې په کاپیسا ولایت کې د حمیدیې په نوم تاریخي مدرسه د ۱۳۹۷ کال د سلواغې میاشتې په ۳۰ نېټه ونړول شوه، همدې ته ورته د نورو شپنیو چاپو په ترڅ کې میدان وردګو، ننګرهار، غزني او د هېواد په لر او بر کې په سلګونو تاریخي مسجدونه او مدارس و نړول شول. د غزني ولایت د لنډ مهاله سقوط په شپو ورځو کې د غزني ښار اړند ډېری تاریخي مساجد او مدارس د داخلي او خارجي ځواکونو د هوایي بمباریواو ځمکنیو علمیاتو په ترڅ کې له بېخه ونړول شول، دې ورته د اشرف غني د واک په لړ کې دوه کاله وړاندې د پکتیکا ولایت د نجم المدارس عثمانیه په نوم مدرسه، مسجد او د مدرسې اړونده کتابتون د عزیز الله کاروان په نوم امریکا پلوه اربکمشر په لاس ونړول شول. یو کال وړاندې د کندوز په دشت ارچي کې د داخلي او خارجي کفارو په هوایي بریدونو کې چې د قرآن کریم د حافظانو د دستار تړلو په یو پروګرام یې تر سره کړل د ۱۵۰په شاواخوا کې د قرآن حافظان او د پروګرام ګډونوال شهیدان او زخمیان شول.
داعش چې په عراق او شام کې د مسجدونو د نړولو ظاهري عاملین په ګوته شوي؛ افغانستان ته د دغه استخباراتي پروژې له را واردولو سره جوخت یې په کابل او نورو ښارونو کې د شعیه ګانو په مساجدو او تکیه خانو بریدونو ښه زور اخیستی دی چې د دغه وړ پېښو پړه هم ډېری وختونه په ظاهره داعش په غاړه اخلي.
دا چې د دغه وړ جنایتونو تر شا د چا لاس دی او د کومو موخو لپاره یې تر سره کوي، د مخنیوي لپاره یې څه باید تر سره شي او ستونځې بنسټیزه حللاره څه ده؛ پلټنې او سپړنې ته اړتیا لري چې د راتلونکو لیکنو په ترڅ کې په پرې بشپړه رڼا واچول شي، اما یوه خبره چې تر لمر روښانه ده او ښایي هېڅوک یې هم په اړه شک ونه کړي؛ هغه دا ده چې د دغه موډل جنایتونو ۹۹ سلنه یې د حکومت مشر اشرف غني په دوره کې تر سره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close