اشرف غني او پنځه کاله وروسته د خارجه وزارت ”اصلاح“

ابراهیم میر

معلومه لا نه ده چې د کاندیدانو له ډلې به کوم یو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پر افغان ولس حاکم وي، خو برحاله ولسمشر سر له اوسه لا د ”اصلاحاتو“ راوستلو او د تېرو کلونو د ناپاکیو پاکولو ته مټې رانغښتل پیل کړي دي.

د ارګ ویاند ویلي چې ولسمشر اشرف غني په بهرنیو چارو وزارت کې د ”اصلاحاتو“ راوستلو ”طرحې“ ته لاس کړی دی. د دې طرحې له مخې تر دې دمه له هېواده بهر په سفارتونو کې د وزارت د ډيپلوماټانو د شمېر راکمېدو امر ورکړل شوی دی.

د ارګ ویاند وايي، بهرنیو نمایندګیو کې اوس زیات ډيپلوماټان شته، ”چې د هېواد د بهرني سیاست په پرمخ وړلو کې هیڅ ډول مثبت اغېز نه لري“.

ویل کیږي خارجه وزارت دمګړی ۱۱۰۰ ډيپلوماټان لري، خو د ډيپلوماټانو د اوسني دقیق او رسمي شمېر د ناڅرګندتیا ترڅنګ، دا هم معلومه نه ده چې څومره ډيپلوماټان به له نمایندګیو وایستل شي.

له هېواده بهر نمایندګۍ د بهرنیو چارو مخکیني وزیر، صلاح الدین رباني، د خپل پنځه کلن جنجالي وزارت پر مهال له غیرضروري او اضافي ډيپلوماټانو ډکې کړې. دا چې خارجه وزارت د ۲۰۱۴ز کال د معاملې له مخې د نامانوسه اجراییه ریاست په برخه رسېدلی و، جمعیت ګوند په خلاص لاس خپل خلک مشخصو معیارونو ته له کتلو پرته پکې تعینول.

اشرف غني په خارجه وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو پرېکړه د صلاح الدین رباني له استعفا وروسته کړې ده.

ښاغلي رباني، چې د غني د رقیب عبدالله ښی لاس و، د تیرې میاشتې وروستیو کې استعفا ورکړه. رباني لکه څنګه چې د وزارت دنده پر اشرف غني په مستقیمو نیوکو پیل کړې وه او دوام یې ورکاوه، همداسې یې ختمه کړې هم په توندو نیوکو وه: نوموړي اشرف غني ”په حکومت کې دننه د موازي جوړښتو په رامنځته کولو او له صحنې د مهمو دولتي ادارو په لیرې ساتلو“ تورن کړی دی.

(رباني په دواړو خبرو کې رښتینی دی ځکه اشرف غني د عبدالله په برخه د رسېدلو وزارتونو پرځای له خپلو نورو لارو کار اخیست، او د بهرنیو چارو وزارت ته یې هم لکه څومره چې اړینه وه – او حق یې و – هغومره درنښت نه ورکاوه).

د نورو وزارتونو په څېر، په تېرو پنځو کلونو کې د خارجه وزارت پر سر هم د عبدالله او غني جنجالونه راروان وو – او په اصطلاح چیلک اندازي یې سره کوله.

د ارګ لخوا تازه پیل شویو اصلاحاتو د تیرې میاشتې له جنجاله راوروسته زور نیولی دی. د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د ارګ او د خارجه وزارت د ویاند ترمنځ جنجال راپورته شو. ارګ د د طالب پلاوي د دې سفر په هکله د ”نامسؤله څرګندونو“ له امله د خارجه ویاند له دندې ګوښه کړ، خو ډاکټر عبدالله دا فرمان د ټاکنو د پایلو تر څرګندېدو معلق اعلان کړ. نن، د نومبر په ۳مه، ارګ له خپلې خوا ویاند ټاکلی، چې تر دې دمه اجراییه ریاست کوم غبرګون نه دی ورته ښوولی.

اجراییه ریاست تر دې دمه په اوسنیو اصلاحاتو چپ دی، خو چوپتیا یې کېدای شي زیات دوام ونکړي ځکه په دولتي پوستونو کې د ادلون-بدلون راوستلو لپاره د اشرف غني صلاحیت له قانوني پلوه تر پوښتنې لاندې دی.

د ټاکنو نوماندانو هم په وار وار غوښتنه کړې چې ولسمشر د تغیراتو راوستلو حق نه لري. دا چې هېواد اوس لا هم د ټاکنو له پړاوه وتلی نه بلل کیږي، نو په دې ډول اصلاحاتو باندې د غني د مخالفینو اعتراضونه به پرځای وي.

د اشرف غني د صفايۍ اوسنۍ هڅې باید پوښتنې راپورته کړي چې ولې یې په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې د سر په سترګو یې لیدل، د ولسمشر په حیث دا ډول اعمال زغمل. که یې د مخنیوي واک نه درلود، بې کفایته او که یې هر څه په ټیټو سترګو زغمل د هېواد د مهمو چارو په اړه غیرجدي او بې پروا بلل کیږي. د تېرو پنځو کلونو په حکومتولۍ کې د هېواد وضعیت له بدو د بدتر کېدو لامل همدا بېکفایتۍ وې، چې ګومان نه کیږي راتلونکی حکومت به یې په ختمولو بریالی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close