په زړه پوري معلومات

• تاسي په خوب کې یوازي هغه څیرې لیدلی شئ کومي چې تاسي پېژنئ.
• د ویدېدلو چې څومره زیات کوشش کوئ، هومره مو د خوب چانسونه کمیږي.
• د کیبورډ په آخري قطار کې د شته توکمو په مټ تاسي د انګریزي هیڅ یو لفظ نشی لیکلی.
• انساني دماغ ۷۰ سلنه وخت په زړو یادونو یا د راتلونکي د رنګینو خاکو په جوړولو کې تیروي.
• پنځلس دقیقې خندا د بدن لپاره همدومره ګټوره ده لکه دوه ساعته خوب.
• له بحث وروسته ۸۵ سلنه خلګ د هغو تیزو جملو په اړه فکر کوي کوم چې هغوی د بحث په وخت کې استعمال کړي وي.
• A nut for a jar of tuna
دا یوه داسي انګریزي جمله ده چې که له کیڼ لوري وویل شي او که له ښي، یو رنګه جمله ترې جوړيږي خو له یو څو فاصلو اصلاح کولو وروسته.
• په فلسفه کې د یوې لمحې ماناده ۹ ثانیې.
• د ژمي په ټوخي کې چاکلیټ د ټوخي تر شربتو مثبت اثر ښیي.
• هر څومره چې کوشش وکړئ خو دا نشی یادولی چې خوب مو له کوم ځای څخه شروع شوی ؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close