له یوه کلیوال سره د زړه خواله

خالد افغان زوی
له سوځیدلي رنګه یې معلومېده چې له کلي ښار ته راغلی، په څیره یې د غم او انديښنې آثار له ورایه ښکاریدل، د افغانستان کلي هغه سیمې دي چې له تیرو اتلسو کلونو راهیسې ورباندې د امریکایي کفارو او داخلي عسکرو لخوا د ظلم، بمبار او چاپو میچنې چلیږي. خو رسنۍ یې بد وضعیت ته خورا لږ انعکاس ورکوي. د دې لپاره چې د افغانستان د کلیو او اطرافي سیمو له وضعیت څخه خبر شم، د دې کلیوال څنګ ته ور نږدې شوم او له سلام او تعارف وروسته مې ورسره مجلس پیل کړ. نوم یې عبدالمنان او د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ اوسیدونکی و. له عبدالمنان څخه مې د دهیک ولسوالۍ د حال احوال پوښتنه وکړه چې نوموړي راته خپل زړه داسې تش کړ.
دهیک ولسوالي د غزني ولایت یوه له مشهورو او ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه ده، د دې ولسوالۍ اکثره سیمې د طالبانو په لاس کې دي. حکومتي عسکر یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې قرار لري. دا چې حکومتي عسکر نه شي کولای طالبانو ته په جګړه کې شکست ورکړي نو خپل انتقام له ولسي وګړو اخلي. په تیرو اتلسو کلونو کې د نورو اطرافي سیمو په څیر په دهیک ولسوالۍ کې هم امریکایانو او د هغوی اجیرانو سخت ظلمونه کړي دي. خصوصا په وروستیو څو میاشتو کې په دهیک کې د اشغالګرو او ګوډاګیانو ظلمونه څو برابره زیات شوي دي چې دلته به یې څو بیلګې زه درته بیان کړم.

د تاسنګ کلی:

د تاسنګ کلی د دهیک ولسوالۍ مرکز ته نږدې پروت دی چې شاوخوا ۸۰۰ کورونه لري او د غزني په سطحه یو ودان، ګڼ نفوسه او زرغون کلی بلل کیده. تېر کال طالبانو د ولسوالۍ مرکز له حکومتي عسکرو په بشپړ ډول ونیو. سږ کال په روژه کې امریکایان او داخلي عسکر له یوې لویې قوې سره یو ځل بیا د دهیک مرکز ته راغلل. د دهیک ولسوالۍ د مرکز دساتلو په بهانه یې د تاسنګ په کلي کې ظالمانه عملیات پيل کړل. د خلکو کورونه، مسجدونه او باغونه یې ونړول، د ځینو کورونو دروازې یې په ټانګونه ماتې کړې، په کلاوو کې یې ټانګونه ودرول او د کورونو په بامونو عسکرو سنګرونه جوړ کړل. د لارې له څنګ سره ټول کورونه او دیوالونه یې ونړول. حتی د تاسنګ مشهوره لیسه یې هم تخریب کړه. تر دې پورې چې د تاسنګ د لوی کلي اویا فیصده خلک یې هجرت ته مجبور کړل، له خلکو کورونه، بهاند کاریزونه،شنې کروندې او رسیدلي باغات پاته شول. دتاسنګ ودان کلی په کنډوالو بدل شو او اوس یوازې کم شمیر خلک چې له سیمې د وتلو وس نلري له مجبورۍ په کې پاته دي. امریکایي او داخلي عسکرو کټ مټ داسې ظلم وکړ لکه کمونیستانو به چې خلک یو مخیز هجرت ته مجبورول او ودان کلي به یې په کنډوالو بدلول. خو د افسوس ځای دا دی چې د دې لوی وحشت هیڅ خبر هم راډیوګانو اعلان نه کړ او نه یې له دې لوی وحشت څخه پرده پورته کړه. راډیوګانو یوازې دا خبره اعلان کړه چې د دهیک ولسوالۍ مرکز بیرته حکومتي عسکرو ونیو، حال دا چې هلته یو لوی کلی برباد او په زرګونو ولسي وګړي کډوالۍ ته مجبور شول.

ډي سي توپونه:

عبدالمنان وویل چې په دهیک ولسوالۍ کې بل هغه څه چې خلکو ته ډیر تلفات اړوي هغه د امریکایانو او ګوډاګیانو لخوا را ویشتل کیدونکي ړانده توپونه دي. د غزني ښار ته نږدې د یونټ په نوم یو لوی پوځي مرکز دی چې خارجیان او داخلي عسکر په کې میشت دي. په دې مرکز کې یې لوي ډي سي توپونه لګولي او د غزني ولایت په دهیک، اندړو، قره باغ او نورو ولسوالیو بې دریغه ډزې کوي.
په دهیک ولسوالۍ کې یوازې که په اونۍ کې دوه ورځې ډزې ونه شي، نور تقریبا بلا ناغه هره ورځ د توپونو مرمۍ راځي. دا درنې مرمۍ چې هره یوه یې یو مکمل کور تخریبولای شي، د کوم مشخص هدف لپاره نه ویشتل کیږي، بلکې د خلکو د ویرولو او وحشت خپرول یې غرض دی. تاسنګ، بالای، ذاکر کلی او نورې سیمې ډیرې ولي داسې هم پیښه شوې چې په یوه ورځ تر شلو زیاتې مرمۍ را ویشتل شوي وي. په دې بریدونو کې عامو خلکو ته ډیر تلفات رسیدلي دي، څو ځله په کورونو لګیدلي او عام وګړي یې زیانمن کړي دي.

ځمکني عملیات او چاپې:

له عبدالمنان څخه مې په تاسنګ کې د نظامي وضعیت پوښتنه وکړه چې د جګړې کوم اړخ غالب دی. ده وویل چې د تاسنګ له مرکز پرته ټولې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي. حکومتي عسکر نه شي کولای د ورځې ځمکني عملیات یا پرمختګ وکړي. ځکه طالبان ورسره ډیر قوي مقاومت کوي. اشغالګران او ګوډاګیان دخپلې ناکامۍ غچ له ولسي خلکو اخلي، دوی د شپې مهال په ولسي سیمو چاپې وهي او یا هم ډرون بریدونه او بمبارونه کوي.
د چاپو په لړ کې د ځانګړو ځواکونو لخوا ډیرې وحشیانه چاپې وهل کیږي. د غزني له یونټ، د لوګر له خدر کمپاین او یا هم د پکتیکا له اورګون څخه په شپه کې په څرخکو کې راځي، د عامو خلکو په کورونه حملې کوي. بې ګناه کلیوال وژني، له کورونو غلاوې کوي، دوکانونه لوټوي او بیا یي سوځوي او هر وړ تخریب چې یې خوښ شي ترسره کوي یې.
د بیلګې په توګه څه موده وړاندې یې د دهیک ولسوالۍ د کندر په کلي چاپه ووهله،په کلي کې د موجودو دوکانونو دروازې یې ماتې کړې، پیسې او قیمتي شیان یې غلا کړل او بیا یې دوکانونو ته اور واچاوه. د خلکو موټر او موټر سایکل یې هم وسوځول او د تلو په وخت یې د ډاکټر حسن په نوم یو ډاکټر او د هغه دوه وروڼه، له ځان سره یووړل.
له همدې چاپې وروسته یې د بالای په کلي چاپه وهلې وه، دصدام په نوم د یوه کلیوال کور ته ور اوښتي وو، بل شی په لاس نه و ورغلې آخر یې د بوټو کوټې ته اور اچولی و، غواګانې یې ویشتلې او وژلې وې، په همدې کلي د عبدالله په نوم د یوه تن غټ دوکان یې اول چور کړی او بیا سوځولی و. له دې څو ورځې بعد یې د دهیک ولسوالۍ د سلیمانزو په بازار چاپه ووهله. دغه بازار شاوخوا ۵۰ دوکانونه درلودل او کلیوالو به خپل د اړتیا وړ شیان ترې رانیول. ظالمو عسکرو د دغه بازار دوکانونه هم لومړی مات کړل، پیسې او قیمتي توکي یې غلا کړل او بیا یې اور ورواچاوه. دا د بازارونو سوځول یوازې په دهیک کې نه دې پیښ شوي بلکې زموږ سره په څنګلوو سیمو کې هم داسې وحشتونه شوي دي، د مثال په ډول د پکتیا په زرمت کې یې د کولالګو او پاټک بازارونو کې دوکانونه مات او تخریب کړل او اندړو ولسوالۍ کې یې د کمالخیلو بازار له لوټمارۍ وروسته وسوځاوه.

د ډرون ړانده بریدونه:

له عبدالمنان څخه مې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه پوښتنه وکړه، ځکه څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې په افغانستان کې یې بمبار ته زور ورکړی او د ده په خبره تر بل هر وخت یې ډیر طالبان وژلي دي. خو کلیوال عبدالمنان وویل چې د ډرون بریدونو اصلي قربانیان ټول ملکي خلک دي. ده د خپلې سیمې ( دهیک) مثال ذکر کړ چې داسې ورځ هم راغلي چې په یوه ورځ ۱۳ ډرون بریدونه شوي، مګر ټول یې عام خلک ویشتلي. ده وویل: په همدې ولسوالۍ کې یو کلی هم د دهیک په نوم دی، په همدې کلي کې یو کوچنی ماشوم چې پسونه یې څرول، کله یې چې غرمه مهال کور ته پسونه راوستي مور ته یي ویلي چې ډوډۍ راکړه. مور یې ورته ویلي چې ورشه په کرونده کې د برمې شمسي هندارې لمر ته برابرې کړه، تر هغو به درته ډوډۍ تیاره کړم، ۱۱ کلن هلک د هندارو په سمولو بوخت و، چې ډرون ګوزار ورباندې وکړ او ځای پر ځای یې شهید کړ.
عبدالمنان زیاته کړه: په همدې ورځ زه د لوبیا په درمند کې بوخت وم، ډرون الوتکې ډيرې ټیټې ګرځیدې، ناڅاپه مې غږ تر غوږ شو، لږ شیبه وروسته موږ ته نږدې درب شو او میزایل ولګید. څه وخت بعد چې ورغلم ومي لیدل چې د مهتر ګوډلو د کلي اوسیدونکی یو ځوان چې په موټر سایکل سپور و ویشتلی یې و او شهید و. شهید مو چې له نږدې ولید یو عام سړی و، فقط لنګوټه یې پر سر وه او لرې ترې غورځیدلې وه. په همدې مازدیګر یې په علي کلا کې د حاجي روزي خان لمسی چې په باغ کې یې کار کاوه، د ډرون لخوا وویشتل شو او شهید شو. په ذاکر کلي کې د ملا محمد الله په نوم یو ډیر سپین ږیری ملا چې په لکړه ګرځیده د کلي په منځ کې روان و چې ډرون وویشت او شهید شو. د کلي د مدرسې یو ۱۲ کلن طالب چې د بالای او سلیمانزو کلیو تر منخ په بایسکل سپور روان و د ډرون لخوا وویشتل شو او په شهادت ورسید. په سلیمانزو کې یې دوه نور کسان وویشتل چې یو په مال پسې روان شپون و او بل کرونده اوبوله. په علي کلا کې یې یو داسې ځوان وویشت چې څوورځې مخکې د دوبۍ له مسافرۍ کور ته راستون شوی و. مقصد دا چې ډرون بریدونو هم عامو کلیوالو ته ډیر تلفات رسولي دي. خو دغه حملې د دې په ځای چې امریکایانو ته په نظامي برخه کې ګټه وکړي، د دوی پر ضد یې د افغانانو قهر او د انتقام جذبه نوره زیاته کړې ده. اوس ټول خلک په دې پوه شوي چې دغه اشغالګر او د هغوی ملګري زموږ سرسخته عقیدوي دښمنان دي. دوی د بې ګناه وګړو، ماشومانو، سپین ږیرو، تورسرو او هیڅ مسلمان په وژلو هم سرپه نه کوي. نو ځکه د ټولو خلکو په خوله اوس دا خبره ده چې د موجوده ټولو مشکلاتو حل یوازې دا دی چې کافر او ظالم اشغالګر باید له افغانستانه ورک شي.
کلیوال عبدالمنان نورې هم ډیرې دردونکې کیسې درلودې، د چاپو او بمبار له امله د ماشومانو، ښځو او نورو عامو وګړو اضطراب او رواني ستونزې، دغه راز ولسي وګړو ته هره ورځ پیښیدونکي ځاني او مالي تلفات چې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو لخوا د یوه خاموش قتل عام په بڼه جریان لري او هره ورځ د خلکو ژوند ګواښي. البته دا یوازې د غزني او دهیک داستان نه دی، بلکې دافغانستان په زیاتره کلیوالو سیمو کافرو اشغالګرو او هغوی مزدورانو همداسې وحشت روان ساتلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close