پولیس در اذیت مردم

د هېواد زیاتره پولیس اوس د خلکو د خدمت پرځای د هغوی په اذیت اخته دي. د دوی ناوړه چلند د تېرو ۹۰یمو کلونو د پاټکسالارۍ د دوران یادونه راتازه کوي.

خط اول

د پولیسو دنده د خلکو خدمت وي، او شعار یې هم، زموږ د هېواد د پولیسو په څېر، ”پولیس در خدمت مردم“ وي. خو د مفسدو، بې کفایته دولتونو پولیس خلکو ته د خدمت پرځای هغوی ته اذیت ورکوي.

په دې وروستیو کې، په خواله رسنیو کې د زابل ولایت د پولیسو له چلنده شکایتونه راپورته شوي دي. د لارو پر سر او د ګڼ-مېشتو سیمو پر شاوخوا د پرتو پوستو پولیس وخت ناوخت د لاره-شکوونکو په څېرو کې راښکاره کیږي او کټ مټ د هغوی په شان کړنې کوي.

د اکتوبر د ۳۱مې په شپه، پولیسو یو ډرایور د زابل په شهر صفا کې هغه ډرایور وواژه چې دوی یې موټر د غیرقانوني پیسو ترلاسه کولو لپاره په ډزو راایسار کړی و. کله چې کس له موټره له اووه زره روپو سره ورکښته کیږي، پولیس ډز پرې کوي، او په څټ کې د لګېدو له امله یاد کس شهید کیږي. د شهید شوي کس درې ورځې وړاندې کوزده شوې وه.

په همدې شپه، د همدې ځای پولیسو یو بل کس په لاس په چاقو وهلی ځکه دوی زر روپۍ غوښتې او هغه پنځه سوه ورکولې – د موټروان د انکار لامل دا و چې هیڅ نه ورته پاتې کېدل. پولیس هغه موټروانان او خلک د توپک په کنداغونو وهي چې د پیسو له ورکړې انکار کوي.

زابل کې د کابل-کندهار پر لاره تلونکي مسافر او موټروانان وايي چې پولیس د خلکو د ځورولو او غیرقانوني پیسو اخیستلو ترڅنګ له تورسرو سره هم ناوړه چلند کوي، له موټرونو یې راکښته کوي او کله ناکله یې حتی پورې وهي.

د شهر صفا د پولیسو په څېر د شاجوی پولیسو هم خلک تر پوزې راوستلې دي. د شاجوی د بازار پولیس د یوه سوداګر کور ته ورغلي، د برېښنايي ګروپ د نه لګولو په بهانه یې سپک کړی او وروسته یې درې مرمۍ ویشتلی دی. د دې کیسې مبدا دا وه چې پولیسو مازدیګر له دې سوداګر سره په بازار کې پیسې لیدلې وې.

ټپي شوی سوداګر په یوه ویډیو کې وايي چې د همدې پوستې پولیس وخت ناوخت پر کورونو باندې ړندې ډزې هم کوي.

د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند له شکایتونو اوس نږدې هره ورځ خواله رسنۍ ډکې وي.

د هېواد زیاتره پولیس اوس د خلکو د خدمت پرځای د هغوی په اذیت اخته دي. د دوی ناوړه چلند د تېرو ۹۰یمو کلونو د پاټکسالارۍ د دوران یادونه راتازه کوي. که څه هم په دې بېکفایته حکومت کې د دوی مهارېدل ممکن نه ښکاري – خو د ظلم کاسه بالآخره هم نسکوره وي او همدا د پولیسو ناوړه چلند به د دې حکومت د راپرځېدو یو عمده علت وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close