نیویارک ټایمز: غوڅ اکثریت ملکي او نظامي امریکایان افغان جګړه د ارزښت وړ نه بولي

عزم(شنبه، لړم ۱۱ ،۱۳۹۸)نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د افغان جګړې په تړاو د عامه افکارو ترسره شوې سروې، چې د امریکا پر ملکي او نظامي وګړو ترسره شوې، خپره کړې ده.

ورځپاڼه وایی، هغوی چې افغانستان او عراق کې جنګیدلي، له جنرالانو یې نیولې بیا تر عادی عسکرو؛ د دې جګړې مخالف دي، د وخت ضیاع او د پیسو د بیځایه تلف کولو هڅه یې بولي.

ورځپاڼه زیاتوي، ۶۴ سلنه نظامي او ۶۲ سلنه ملکي امریکایي وګړي د افغان جګړې سخت مخالفت کوي او د جمهور رئیس ټرمپ د هغې دریځ هرکلی کوي چې اوږدمهالي جنګونه باید ختم شي.

ورځپاڼه وایي، ډیری امریکایانو د کانګرس پر هغو سیاستونو نیوکه کړې، چې له مخې یې باید امریکایي عسکر د ډیر وخت لپاره افغانستان کې پاتې شي.

دغه کسان وایي، کانګرس کې ناستو سناتورانو د افغانستان د جګړو میدانونه له نودې نه دي لیدلي  نو ځکه د جګړې د دوام پلویان هم دي.
ورځپاڼې د یوه ځوان متقاعد امریکایي عسکر، “پیټر” له قوله لیکلي،«موږ باید د وژلو له تجارت څخه راووځو. لس کاله پخوا، ‌موږ اسامه بن لادن ووژاه، خو اوس هم موږ هلته یو.»

نیویارک ټایمز لیکي د امریکا په متقاعدو عسکرو کې د روحي ناروغیو له امله د ځان وژنې کچې د پراخوالي تر څنګ د بې کوره عسکرو شمیر هم ۱۱ سلنه لوړ شوی دی.
ورځپاڼې ته ۳۷ کلنې “امبر سمیت” چې عراق او افغانستان کې یې نظامي ماموریت ترسره کړی، د افغانستان په هکله ویلي،«دوې لسیزي کېږي چي موږ هلته( افغانستان کې ) جنګېږو، هلته زموږ زرګونه عسکر وژل شوي او په میلیاردونو ډالر مو مصرف کړي، چې بالاخره ایله پر دې پوی شو چې د افغانستان کشاله نظامي حل نه لري.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close