د احد په غزا کې ۵۰ درسونه(۳۰ برخه)

عبدالله عزام

۳۷: د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت سعد رضي الله تعالی عنه ته «فداک أبي و أمي» ویل
حضرت علي کرم الله وجهه فرمایي:«ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نه دي اورېدلي چې له حضرت سعد رضي الله تعالی عنه پرته دي یې چاته ویلي وي چې فداک أبي و أمي[مور او پلار دي مي له تا قربان شي] هغه ته یې د احد په ورځ وویل.»[رواه البخاري وغیره. همداراز په بل روایت کې راځي:
ماجمع رسول الله صلی الله علیه وسلم بین أبويه لأحد الا لسعد[أخرجه البخاري في کتاب المغازي:۴۰۵۹] «رسول الله صلی الله علیه وسلم له حضرت سعد رضي الله عنه پرته د هیچا لپاره خپل مور او پلار نه دي جمع کړي(چې هغوی دي له تا قربان شي)»
په روض کې لیکي: لومړی روایت صحیح دی. والله اعلم. ځکه چې نوموړی فرمایي چې ما داسي نه دي اورېدلي، همداراز زبیر بن العوام رضي الله تعالی عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده لپاره هم مور او پلار جمع کړل، لکه څنګه چې زبیر بن بکار په کتاب النسب کې روایت کوي.
علامه سهیلي فرمایي: له دې حدیث څخه دا مسئله راوزي چې د هغه چا لپاره داسي ویل جائز دي د چا مور او پلار چې مسلمانان نه وي، او که مسلمانان وي بیا داسي ویل ورته جائز نه دي ځکه چې دا د مور او پلار نافرماني ده. دا رنګه ما له خپل شیخ ابوبکر بن العربي څخه واورېدل چې د یادې مسئلې اړوند یې ویل.
زه وایم: امام نووي رحمه الله په خپل کتاب حیلة الأبرار کې لیکي:« صحیح او غوره مذهب دادی چې د یو انسان بل چاته داسي ویل چې زما مور او پلار دي له تا قربان شي، یا خدای دي مي تر تا قربان کړي، هیڅ کراهت نه لري.
د دې خبري پخلی په هغو مشهورو احادیثو سره هم کیږي کوم چې په صحیحینو او نورو کتابونو کې رانقل شوي دي. او که مور او پلار کافران وي او که مسلمانان ، جواز لري. خو ځینو علماؤ داسي ویل هغه وخت مکروه بللي دي کله چې مور او پلار مسلمانان وي.
نحاس رحمه الله فرمایي:امام مالک بن انس رحمه الله به دا مکروه ګڼل چې څوک ووايي:«زما مور او پلار دي له تا قربان شي.» خو ځینو نورو بیا دا جائز بللي دي.
قاضي عیاض رحمه الله فرمايي: جمهور علماء د دې د جواز لور ته تللي دي، برابره خبره ده که هغه خلګ کافران وي او که مسلمانان، څوک چې قرباني ګرځول کیږي.
امام نووي رحمه الله فرمایي چې د دې د جواز په اړه بې شمیره صحیح احادیث راغلي دي.[د نور تفصیل لپاره د علامه صالحي الشامي سبل الهدی والرشاد في سيرة خیر العباد وګورئ]

۳۸: د دوا کولو جواز
د احد په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل زخمونه درملول د دې دلیل دی چې دوا کول جائز کار دی. او أنبیاء کرامو علیهم السلام ته به ځیني دنیاوي تکلیفونه رسېدل لکه: زخم، درد او نوري ناروغۍ تر څو یې په دې سره اجر زیات شي، درجې یې لوړي شي او پیرویان یې له دوی څخه زده کړي تر څو بیا پر سختیو باندې صبر وکړي. او نیک انجام پرهیزګارانو لره دی.

دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close