انقلاب – مفتون

اکرام الدین مفتون

غلیم ته ځکه دی عذاب انقلاب

چې موږ ګڼلی دی ثواب انقلاب

هر یو مغرور ته مو په وخت ورکړی

د انقلاب د سوال ځواب انقلاب

دې مسلم کُشو باندې بیا راولو

قاتل قاتل قصاب قصاب انقلاب

په مقابل د غلامۍ د ژوندون

زموږ لخوا دی انتخاب انقلاب

د آزادۍ سرتورې ناوې لره

شي به سور شال زرین حجاب انقلاب

کړي به د وخت له وطن فروشو سره

د یو ذرې ذرې حساب انقلاب

دا ځل به سپینه ماڼۍ هم نړوي

مخکې محدود و تر کولاب انقلاب

د لیلې دښتې جل وهلي ګلان

غواړي د وینو سور سېلاب انقلاب

مفتونه مونږه مجاهد ولس یو

زموږ شعار دی انقلاب انقلاب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close