مطالعه مونږ ته څه راکوي؟

عبدالله عزام

د هغه انسان ژوند پیکه او له خونده خالي وي څوک چې له کتاب څخه نا آشنا وي. هغه خلګ چې مطالعه کوي، د هغو په نسبت یې ژوند خورا رنګین او له احساساتو ډک وي څوک چې د کتاب سره تعلق نه لري. د لویانو خلګو تاریخ که ولوستل شي نو دا به جوته شي چې هغوی ته مطالعې او لوست څومره اهمیت درلود او هغه یې څنګه د ژوندانه یو لازم جز بلل. هر څومره لوی عالم او سترشخصیت که وي، هغه د مرګ پر بستر هم له مطالعې څخه مستغني نه دی. د مطالعې په اړه د هغو کسانو ویناوي ملاحظه کړئ څوک چې یې په قدر او اهمیت پوهېدلي دي:
• له بد ملګري څخه یوازيتوب غوره دی، خو له یوازیتوب څخه د پرېشان کېدلو اندېښنه شته، نو ځکه د ښو کتابونو د مطالعې ضرورت دی.(امام غزالي)
• مطالعه د انسان لپاره د اخلاقو معیار دی.(ډاکټر اقبال)
• د تیلو لپاره مي پیسې نه درلودې، نو د شپې به د څوکیدارانو د څراغانو سره ولاړ وم او د کتاب مطالعه به مي کول.(حکیم ابونصر فارابي)
• په ورزش سره جسم قوي کیږي او د دماغ لپاره د مطالعې اهمیت هماغه دی کوم چې د یو جسم لپاره د ورزش دی.(ايډیسن)
• په مطالعه سره د انسان تکمیل کیږي.(بیکن)
• د مطالعې د عادت خپلولو مطلب دادی چې ګواکه د دنیا له غمونو څخه دي د ځان لپاره د پناه یو خوندي ځای جوړ کړی دی.(سمرسټ ماهم)
• درې ورځي له مطالعې پرته له تیرولو وروسته په خبرو کې پیکه والی راځي(چینایي ضرب المثل)
• انسان له قدرتي منظرو او د کتابونو له مطالعې څخه ډېر څه زده کولی شي.(سسرو)
• د مطالعې په مټ له یوه لوري خو د انسان معلومات زیاتیږي له بل طرفه یې شخصیت په خلګو کې محبوب ګرځي.(وائټي)
• د دماغ لپاره د مطالعې اهمیت هماغه دی کوم چې د ګل لپاره د اوبو دی.(تلس داس)
• مطالعه د خلګو سره د اختلاف کولو یا فصیح کلام کولو لپاره مه کوه بلکي د «تَللو» او «پوهي» لپاره یې کوه.(بیکن)
• لکه څنګه چې د بیلابیلو تخمونو په کرلو سره ځمکه زرغونه کیږي، همدراز د بیلابیلو عنواناتو د کتابونو په مطالعه کولو سره د انسان ذهن روښانه کیږي.(ملټن)
• کوم ځوان چې په اخلاص سره څه اندازه وخت په مطالعه کې مصرفوي، هغه باید د خپل راتلونکي او نتیجې په اړه بلکل اندېښمن نشي.(ولیم جیمز)
• د مطالعې په مټ په یوازیتوب کې خوښي، په وینا کې ښکلا، په ترتیب او تدوین کې استعداد او په تجربه کې پراخوالی پیداکیږي.(بیکن)
• هغه سړی انتهايي نیک بخت انسان دی څوک چې د مطالعې شوق لري.(میکالې)
• د ذهن د پرمختګ لپاره مطالعه ضروري ده.(شیلې)
اکثره لیدل شوي دي چې د ښو او مناسبو کتابونو په مطالعه سره د انسان راتلونکی روښانه کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close