واټساپ وايي یو اسراییلی شرکت یې د کارنانو جاسوسي کوي

واټساپ په محکمه کې د جاسوسي ټکنالوژۍ له یوه جوړوونکي اسراییلي شرکته شکایت کړی دی.

واټساپ وايي د این ایس او په نوم شرکت پر واټساپ باندې سایبري بریدونه کړي او د سلګونو واټساپ کارنانو ټلفونونو کې یې له دې لارې جاسوسي پوستغالي نصب کړي دي.

ویل کیږي هغو کارنانو کې چې ټلفونونه یې هېک شوي د بشري حقونو فعالان، سیاسي فعالان او سیاستوال هم شامل دي.

د NSO په نوم شرکت، چې د جاسوسي پوستغالو جوړولو کې مشهور دی، دا تورونه رد کړي او وايي په محکمه کې به د ځان دفاع وکړي.

محکمې ته د واټساپ لخوا په لېږل شوي شکایت کې ویلي چې این ایس او شرکت داسې وایرس جوړ کړی چې د کارن په ټلفون کې تر نصب کېدو وروسته یې په مرسته هر ډول غږیز او لیکنیز پیغامونه لوستل کېدای شي. واټساپ ویلي، موږ باور لرو چې لږترلږه سل مدني فعالان د سایبري بریدونو هدف شوي دي.

واټساپ محکمې ته په شکایت سره غواړي اجازه ترلاسه کړي چې این ایس او شرکت د تل لپاره د دې پوستغالي له کارولو منع کړي. دا لومړی ځل دی چې واټساپ دا ډول حقوقي ګام اخلي.

په تېره می میاشت کې هم واټساپ خبر ورکړی و چې این ایس او شرکت یې له یوې امنيتي خلا په استفادې سره د کارنانو په ټلفونونو کې څارګر پوستغالي نصب کړي دي. واټساپ هغه مهال له خپلو څه باندې یو میلیارد کارنانو غوښتي و چې د پوستغالي نوې بڼه خپلو ټلفونونو ته کښته او نصب کړي.

س: BBC

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close