خلیلزاد له اسلام آباد څخه بېرته کابل ته راستون شوی

عزم(پنجشنبه، لړم ۹ ،۱۳۹۸)امریکا غږ آشنا رادیو خبر ورکړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د اسلام آباد له څو ورځني سفر وروسته بیرته کابل ته راغلی دی.
سرچینه وایي، د خلیلزاد موخه د دو امریکایي استادانو پر سر د لسګونو طالب زندانیانو تبادله ده چې له کابل حکومت او نورو ښکیلو غاړو سره به ورباندې خبرې وکړي.
طلوع نیوز د معتبرو سرچینو په حواله ویلي، طالبانو له خلیلزاد څخه غوښتي تر څو د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د دوی ۸۰ تنه بندیان ور خوشي کړي.
د جلال الدین حقاني کشر زوی انس حقاني چې یو زدکړیال وه او څوکاله وړاندې په بحرین هیواد کې د امریکایانو له خوا ونیول شو،  اوس د پروان په ترټولو لوی محبس “بګرام”کې د بند شپې ورځې تیروي.
د کابل حکومت چې پخوا یې د حقاني خوشي کول خپله سره کرښه بلله، اوس وایي چې امریکایي استادان ورباندې حق لري او باید د خوشې کولو لپاره یې ټولې هڅې وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close