د عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه خلافت او اوسني واكمنان

لیکنه: عمرخالد
اختر ته دوه ورځی پاتی وی چی د عمر صاحب وړو وړو بچیانو ژړل، نو ده له خپلی میرمنی پوښتنه وکړه، چی دا ماشومان ولی ژاړی؟ میرمنی یی ورته وویل چی ماشومان وایی چی ددوی ملګرو او شاوخوا ماشومانو ټولو اختر ته جامی اخیستی او زمونږ پلار امیرالمومنین هم ده او زمونږ جامی شکیدلی دی، او جامی غواړی، نو عمر صاحب ورته وویل چی له ما سره خو پیسی نشته!! او ښځی ته یی وویل چی اوس څه وکړو ماشومان څنکه پوه کړو او عمر صاحب به تنخواه اخیستله له بیت المال نه چی د ډوډی خرچه به یی په ډیره مشکله پوره کیدله! نو ښڅی یی ورته وویل چی خپله تنخواه یوه میاشت پیشکی واخله نو مشکل به حل شی نو عمر صاحب ورته وویل چی سمه ده. نو خزانچی یی راوِغوښت چی خپل نفر یی وه او ورته یی وویل چی ماته یوه میاشت تنخواه پیشکی راکړه، نو خزانچی ورته وویل چی یوه خبره درته وکړم؟ آیا ماته دا ضمانت راکوی چی ته به یوه میاشت ژوندی پاتی شی؟؟ چه ته د مسلمانانو مال غواړی؟؟
که ته دیوی میاشتی د ژوند ضمامت راکوی نو د بیت المال نه مال واخله که د ژوند ضمانت نشی راکولای نو د قیامت په ورځ به ستا غاړه ونیول شی. نو عمر صاحب نه چیغه وختله چی نه نه ضمانت نشم درکولای.
همدارنګه د عمرالثالث د امیریت قیصی به هم تاسو ته معلومی وی چی ډیر ساده ژوند یی کاوه او خپله یوه ډیره عادی خیمه چی یو زوړ چپرکټ پکی وه ژوند کاوه، یوه قیصه ماته زهن ته راغله، ملا درمحمد “ګوهری” له نوم سره کیدای شی ټول اشنا یی هغه ویل چی یوه ورځ یی له ما سره څه کار وه، نو یی زه غونډ ته وروغوښتم، زه ورغلم خو کله چی ورسیدم نو شپه وه هلته چی نږدی شوم چی ګورم ملا صاحب آواز راباندی وکړ نو زه حیران شوم چی دا دلته څه کوی، پوښتنه تری وکړه چی ته دلته څه کوی نو ماته یی وویل چی زما پیره ده او دا یی په ما حق ده چی زه هم باید پیره وکړم نو دی ته وایی امریت نه داسی لکه اوسنی امرین، اوس خو به یو عادی کس وی د شلو تنو مسؤولیت به نلری خو دده بچو، دده کور، دده کش پش، بیخی بی اندازی وی،
خو په هر صورت راځم خپل اصلی هدف ته واقعاچی مونږ افغانان سخت په غفلت کی یو او هیڅ نه پوهیږو لکه څرنګه چی تاسو خبریاست ستاسو دوهم مفکر ګنجی صاحب تیره ورځ امریکایی جنرال ته چی کله امریکا ته شرمنده او رسوا تللو نو د ګنجی صاحب ورته مډال ورکړ، خو مونږ هیڅ هم نه وایی صرف مطلب هغو ځوانانو،محصلینو ته ده چی هغه خلک د ګنجی صاحب غلامی نه منی، او هغو میړنی ځوانانانو ته چی د خپلو ټولو مصروفیتونو سره سره د اسلامی مبازره هم په مخ بیایی وایی چی تاسو په غلطه یی؟؟ زه له تاسو نه پوښتنه کوم؟؟ تاسو ورشی ورنه پوښتنه وکړی چی دی جنرال څه کړی وه چی تا مډال ورکړ، آیا مډال یی حق وه چی تا ورکړ، آیا مسلمان همداسی چاته مډال ورکوی؟؟آیا د مسلمان امران همداسی وی؟؟ خو صرف یوه خبره به ورته وکړو!!!
پاچا!
د دې سړي په قومانده ډرون د سلګونه مېرمنو او ماشومانو مخکې د هغوی بېګناه خاوند او پلار د اور په لمبو کباب کړل. شپنيزو چاپو کې یې زموږ د عزت مېرمنې په سپيو وداړلې.
که پر مخ لاړې نشې ور توف کولای، په مډال ټومبنې سره یې زموږ د ملت شهیدو ارواحو ته سپکاوی مکوه. دا د یو مسلمان کار نده نن د یو ځل بیا اعلان راته وکړ چی په تیره میاشت کی 1113 بریدونه شوی چی تقریبا روزانه 40 بریده کیږی هو یوه ورځ مونږ دا احساس و نه کړ چی دا بریدونه یی په چا کړی دی آیا دا یی په طالب کړی که په عامو مسلمانانو؟؟؟؟ آیا دا چا کړی او په چا باندی؟؟؟ نور تاسو خپله قضاوت وکړی چی سره کفار بمباری کوی په مسلمانونانو او ګنجی صاحب مډالونه ورکوی چی بمونه لږ غټ کړه ورته! نو مونږ څنګه دا وزغمو، تاسو ته هم شرم پکار ده نور څه وخت به پوهیږی.
خو یوه بله د امریکا، ګنجی او هم یی نور غلامان چی په یوه میاشت 100000 بریدونه وکړی مونږ له خپلی ارادی نشی اړولی او ډیر ژر ده چی ان شاالله د شهیدانو وینی به رنګ راوړی او یو ځل بیا به په افغانستان کی اسلامی شرعی نظام حاکم شی او دده ګنجی انجام به د تیر ډاکتر په شان وی ان شاالله هغه هم روسانو ته مډالونه ورکول او اوس شهید دی.
مونږ الحمدالله ثم الحمدالله په خپلو امیرینو ویاړو له امیرالمومنین نه تر یو واړه سرګروپه پوری ځکه تقریبا په دوی هغه د اصحابو د وخت غوندی کړنی موجودی دی، او د هر یوه قربانی له مانه تاسو ته بهتره معلومی دی، چی یوه بیلګه به یی زه حقانی صاحب درکړم چی ټوله کورنی پدی لار کی اخته ده،
چی له دوی څخه یی څلور نازولی ګلانو( زامنو) د شهادت جامونه نوش کړی او یو یی انس صاحب ده چی اوس د کفارو په وحشی زندان کی شپی تیروی، او ده خپله خو ټول عمر په سنګر کی تیر کړی وه چی څو ځله ټپی شوی هم وه. په درنښت.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close