د موسکا څرک

یو ډنګر سړي خپل چاغ ملګري ته وویل چې آیا تاته کله هم د خپل چاغوالي احساس شوی دی؟

ملګري ځواب ورکړ: هو! یو ځل راته وشو. ملګري یې ترې وپوښتل چې کله؟

چاغ: یوه ورځ مي جامې دوبي ته د وینځلو لپاره یوړې، دوبي جامې بیرته په لاس راکړې او راته ویې ویل چې وروره! مونږ جامي مینځو ترپالونه، نه.

یو خر به تل تر بار لاندې نړېدی، چا له یو ریشخندي پوښتنه وکړه چې دا خر ولي تل ړنګیږي؟
ریشخندي وویل چې د مور او پلار ازار به وهلی وي.

دوه لټانو له بانک څخه ډیري روپۍ غلاکړې، یوه ورته په اندېښنې سره وویل چې دا دومره روپۍ به څنګه شمېرو؟ ملګري یې ورته وویل: د شمیرلو ضرورت یې نشته، صبا صرف راډیو ته غوږ شه چې څو یادوي، خپله به معلومه شي چې څومره مو پورته کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close