افغان – عدنان بخاري

عدنان بخاري

ګرېوان څیرې، سر ببر و

وچې شونډې، پښې یبله و

ستړی ستړی راروان و

مخ یې شین، سترګې یې سرې وې

په ګولو غلبېل غلبېل و

خپلو وینو کې لت پت و

ما وچې کتو حیران شوم

ما وې څوک یې

څه دې حال دی؟

دا د کوم ظلم نشان دی

چې یې ژوند پورې حیران کړې؟

ده ویل چې زه افغان یم

هم په خوی د خوشحال خان یم

غلامي زغملای نشم

مسلمان یم

روڼ مشال یم

ورشه ورشه ای زلمیه

پښتنو ته هم ووایه

بیا هغه توره راواخلئ

چې فرنګ و ترې تښلی

بیا هغه مغول راغلی

چې خوشحال و تل غندلی

 

– کوهاټ، ۱۹۸۶ز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ

Close
Back to top button
Close
Close