په دنیا کې «دیو» وهلي ځایونه

عبدالله عزام

په دنیا کې ډېر داسي ځایونه شته چې په اړه یې ویل کیږي چې هغه درانه، له پیریانو ډک او خبیث روحونه پکي شته چې له امله یې انسان هلته د تللو جرأت هم نه کوي. راځئ نن د داسي ۴ ځایونو په اړه څه ولولو:
• Pendle Hill, UK
د برطانیې په لنکا ښار کې دغه ځای له پیریانو او خبیثو روحونو ډک بلل کیږي، په تاریخونو کې یې په اړه راځي چې ۱۶۱۲م کال کې دا د ښځو جادوګرانو مرکز ؤ، له ۱۲ څخه ۱ جادوګره په زندان کې مړه شول او لسو ته د مرګ سزا ورکول شول خو یوه یې له کړي جرم څخه بې ګناه ثابته شوه. له هغه وروسته په خلګو کې مشهوره شوه چې دلته د هغو ښځو جادوګرانو روحونه خلګو ته تکلیف ورکوي. په ۲۰۰۹م کال کې د یو فلم د شوټنګ پر مهال دلته درې خلګ په ناڅاپي ډول ډېر ناوړه ناروغان شول او بیا ځل هلته د فلم شوټنګ تر اوسه نه دی شوی.

• Aokighara Forest, Japan
ماؤنټ ته څیرمه پروت دغه زړو ځنګل د ځان وژونکو لپاره د دنیا دوهم ستر ځای بلل کیږي. له ۱۹۵۰ څخه تر اوسه پوري تقریبا ۵۰۰ کسانو هلته ځان وژني کړي دي چې له امله یې خلګ«د ځان وژنو ځنګل، د درختو دریاب او دیو وهلی ځنګل» هم بولي. د جاپاني خلګو په وینا دا ځنګل له خبیثو روحونو ډک دی چې په جاپاني ژبه کې Yurei ورته ویل کیږي. د ډیر زیات ګڼوالي له امله راتلونکي خلګ دلته اکثره لاره هم ورکوي او بې شمیره خلګو پر ونو د ځړېدونکو مړو او جسدونو په اړه هم خبرونه ورکړي دي چې دوی هلته ولیدل.

• Poveglia Island, Italy
په څوارلسمه پیړۍ کې چې کله طاعون او توره تبه زیات شول نو له غو ناروغیو څخه کړېدونکي خلګ به هغو جزیرو ته بیول کېدل. وینس ته نژدې له دغي جزیرې څخه عجیبه او وېرونکي اوازونه اورېدل کیږي.

• Paris Catacombs, France
د ځمکي په تل کې د تونل لرونکي دې علاقې تاریخ ۲۰۰۰ کلن لرغونی دی او دلته زرګونه انساني مړي او کوپړۍ هم موندل شوي دي. کله چې په فارس کې هدیري ډکي شوې نو قبرونه وکیندل شول او د مړو هډونه او کوپړۍ دغو تونلونو ته یوړل شول. دلته راتلونکي سیلانیان وایي چې دوی ته د روحونو لمس هم شوی دی.

آیا تاسي تر اوسه داسي څه لیدلي یا له خلګو اورېدلي دي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close